ads

سږ كال د كابل – پروان پر لار له ۲۰۰ زياتې ټرافيكي پېښې رامنځته شوي

د پروان د ټرافیکو مدیر محراب الدین پرواني وايي، د كابل – پروان پر لویه لار د سړک د سور د کموالي له كبله په روان کال کې له ۲۰۰ زیاتې ټرافیکې پېښې رامنځته شوې دي. د پروان د ټرافیکو مدیر محراب الدین پرواني وايي، د كابل – پروان پر لویه لار د سړک د […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1394
سږ كال د كابل – پروان پر لار له ۲۰۰ زياتې ټرافيكي پېښې رامنځته شوي

د پروان د ټرافیکو مدیر محراب الدین پرواني وايي، د كابل – پروان پر لویه لار د سړک د سور د کموالي له كبله په روان کال کې له ۲۰۰ زیاتې ټرافیکې پېښې رامنځته شوې دي.

د پروان د ټرافیکو مدیر محراب الدین پرواني وايي، د كابل – پروان پر لویه لار د سړک د سور د کموالي له كبله په روان کال کې له ۲۰۰ زیاتې ټرافیکې پېښې رامنځته شوې دي.
د هغه په وينا، په دې پېښو كې له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى زياتوي، د چاریکارو له ښار څخه تر سالنګونو پورې سړک یو طرفه دی او ډېری ټرافیکي پېښې د موټرو د ګڼې ګوڼې له كبله رامنځته کېږي.
د پرواني په خبره، هره اونۍ د ټرافیکې پېښو دوسيې څارنوالۍ ته استول کېږي او دولتي چارواکي باید د یاد سړک د پراخېدو په هدف هڅې وکړي.
بل خوا د پروان د ولایت مقام د خصوصي سکټور رئيس محمد طاهر همت وايي، دوی د ولایت په کچه واړه سړکونه رغوي او د لویو لارو د جوړولو مسوولیت د فواید عامې وزارت پر غاړه دی.
د هغه په وينا، د فواید عامې وزیر دوی ته ډاډ ورکړی، چې په روان کال کې به د پروان سړک تر سالنګونو پورې دوه طرفه جوړ كړي.
د یادونې وړ ده، چې پر یاده لار د هېواد شمالي ولایتونو ته لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي، چې هر کال د ټرافیکي پېښو له كبله نږدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA