د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول بشیر احمد شاکر وايي، په دې ولایت کې دا وروستۍ پیل شوې جګړې، چې ډېره اوږده شوې ده، دوى او د دې ولايت خلك له ګڼو اندېښنو سره مخ كړي دي.
د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول بشیر احمد شاکر وايي، په دې ولایت کې دا وروستۍ پیل شوې جګړې، چې ډېره اوږده شوې ده، دوى او د دې ولايت خلك له ګڼو اندېښنو سره مخ كړي دي.
د هغه په وينا، که څه هم په دې نه پوهېږي، چې بهرني ځواكونه هلمند ته د مرستې او كه د كوم بل هدف لپاره راغلي، خو په اوسنيو حالاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ د دې اړتیا شته، چې بهرني ځواکونه له خپلو امکاناتو ګټه پورته کړي.
شاکر زياتوي، د بهرنیو ځواکونو د بیا راتګ تر څنګ افغان امنيتي ځواکونو ته پکار ده، چې په چټکۍ سره نور د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف په عمل کې فعالیت وکړي.
بل لورته بیا د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخند زاده وايي، چې په هلمند کې د وروستیو جګړو د کابو کولو لپار تر دې مهاله یوازې ژمنې شوې دي او په عمل کې هغه څه نه دي شوي، لکه څنګه چې ورته اړتيا ده.
د هغه په وينا، وسله وال طالبان خپل اکمالات کوي او که يې مخه ونه نیول شي، ستونزې به لا نورې ډېرې شي.
نوموړي وویل، بهرني ځواکونه که دا ځل بیا خپل ماموریت په هلمند کې پیلوي، له تېرو تجربو باید ګټه پورته کړي، د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او له اصولو سره سم هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي.
په ورته وخت کې بیا د هلمند والي میرزا خان رحیمي په دې اړه، چې بريتانيا او امریکا به دې ولایت ته د امنیت د ټینګښت په هدف خپل سرتېري زیات کړي او که نه، څه ونه ويل، خو زياته يې كړه، چې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره د مرستې کولو په هدف دي، که راشي له یوې خوا به بېرته د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي او د اړتیا په مهال به هوايي عملیاتو کې برخه واخلي.
د یادولو ده، د هلمند د وروستیو جګړو د کابولو په هدف پر افغان تازه دمو سرتېرو سربېره یو شمېر بهرني ځواکونه د ښوراب پوځي اډې ته راغلي وو، خو داسې ویل کېږي، چې کېدای شي د دوى شمېر تر دې زیات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


