ads

د ميدان وردګو والي: ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لرم

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لري او غواړي، چې ولسواليو ته په پاملرنه د ښې حکومتدارۍ لپاره زمينه برابره کړي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لري او غواړي، چې […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1394
د ميدان وردګو والي: ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لرم

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لري او غواړي، چې ولسواليو ته په پاملرنه د ښې حکومتدارۍ لپاره زمينه برابره کړي.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ولس سره د کړو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالى لري او غواړي، چې ولسواليو ته په پاملرنه د ښې حکومتدارۍ لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ نرخ ولسوالۍ ته د حساب ورکولو په هدف د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو سره د ګډ کاري سفر په مهال وکړې.

د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې والي حيات الله حيات او د بېلابېلو سکټوري او امنيتي ادارو مسوولينو په نرخ ولسوالۍ کې د حساب ورکولو غونډه کې ګډون وکړ.

د ميدان وردګو والي وويل، چې ولس ته حساب ورکول شفافيت رامنځته کوي او هڅه يې دا ده، چې له دې لارې د فساد مخه هم ونيول شي.

هغه د امنيتي ځواکونو د فعاليتونو ستاينه وکړه او پر ولسونو يې غږ وکړ، چې د خپلو سرتېرو ملاتړ او د امنيت ټينګښت برخه کې ورسره همکاري وکړي.

حيات الله حيات دا هم وويل، چې د ګومارنې سيسټم په شفاف ډول پر مخ روان دى او د خلکو ژوند ښه والي لپاره به کرنيز سيسټم عصري کړي، ترڅو کروندګر ښه حاصل او ګټه لاسته راوړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA