ads

د خوست دولتي باغ مېلمه کوټ له سره رغول کېږي

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي، چې د خوست مېلمه کوټ دولتي باغ به د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت له سره ورغول شي.نوموړي دغه څرګندونې تېر مازيګر په خوست کې د یاد باغ د چارو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي، چې د خوست […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1394
د خوست دولتي باغ مېلمه کوټ له سره رغول کېږي

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي، چې د خوست مېلمه کوټ دولتي باغ به د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت له سره ورغول شي.
نوموړي دغه څرګندونې تېر مازيګر په خوست کې د یاد باغ د چارو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي، چې د خوست مېلمه کوټ دولتي باغ به د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت له سره ورغول شي.
نوموړي دغه څرګندونې تېر مازيګر په خوست کې د یاد باغ د چارو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د مېلمه کوټ باغ پر تاریخي ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې باغ د بیارغولو چارې به په ۱۳۹۵ کال کې پای ته ورسېږي.
هغه دغه راز وویل، چې د ۱۵۰۰ جریبو په اندازه یو شمېر نور پخواني باغونه به هم له سره ورغوي او هم به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه باندې نوي باغونه جوړ کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزير زیاتوي، چې د ١٠٠ په شاوخوا کې شنې خونې او ۲۰ د غوښینو چرګانو فارمونه به هم جوړ کړي.
په ورته مهال د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، چې په دې ولايت كې شته تاریخي باغونه له سره رغولو او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
خو د نوموړي په وينا، د خوست ولایتي اداره د مرکزي دولت په همکارۍ هڅه کوي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د یادولو وړ ده، چې د مېلمه کوټ باغ مشهوره سیاحتي او مېوه ورکوونکې سیمه وه، خو جګړو وران کړ او ښایست یې پیکه شو.
پر دې سربېره په خوست کې یو شمېر نور تاریخي باغونه هم شته، خو ویل کېږي، چې د دولت او خلکو د نه پاملرنې له كبله له منځه تللي یا هم د له منځه تلو په حال کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA