د د ارزګان ولايتي چارواکي وايي له كوم وخت راهیسي چې په دې ولایت کې د موټر سايکلو پر تګ راتګ بندیز لګول شوى ورسره سم دغلته په جنايي جرمونو کې ۹۵ فیصده کموالى راغلى دى.
په ارزګان كې هغه مهال چې د كورنيو چارو وزارت لخوا نوى امنیه قومندان جنرال غلام سخي روغى لیونى معرفي شو ورسره سم نوموړي د ارزګان د امنیت لپاره پر موټرسايکلونو بندیز ولګاوه. د د ارزګان ولايتي چارواکي وايي له كوم وخت راهیسي چې په دې ولایت کې د موټر سايکلو پر تګ راتګ بندیز لګول شوى ورسره سم دغلته په جنايي جرمونو کې ۹۵ فیصده کموالى راغلى دى.
په ارزګان كې هغه مهال چې د كورنيو چارو وزارت لخوا نوى امنیه قومندان جنرال غلام سخي روغى لیونى معرفي شو ورسره سم نوموړي د ارزګان د امنیت لپاره پر موټرسايکلونو بندیز ولګاوه.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، د امنیه قومندان دغه اقدام اوس د ارزګان په امنیتي وضعيت كې ۹۵ فيصده مثبت بدلون راوستى او جنايي جرمونه ورسره خورا ټيټې كچې ته راكم شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې پر موټرسايكلو له ګرځبنديز وروسته په دغه ولايت كې غلچكي بريدونه زيات شوي دي.
په یوه تازه پیښه کي په دي ولایت کي یو لس كلن ماشوم چي له پولیسو سره يې مینه درلوده او په دې ولایت کې د محلي پولیسو د قومندان ملا صمد وراره وو، په يو غلچكي بريد كې ووژل شو.
په دې اړه د ارزګان امنيه قومندان غلام سخي روغ لېونى وايي، وسله والو سره په هدفي وژنو كې د دولتي كسانو لخوا همكاري كېږي او همدغه كړۍ د ولايت په ناامنه كولو كې كې لاس لري.
روغ ليوني كه څه هم د چا نوم ياد نه كړ، خو زياته يې كړه، په ارزګان كې د امنيت د ټينګښت لپاره تر دې لا زياتې هلې ځلې كوي.


