ads

په امريكا كې د زيكا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه

په امريکا کې د زيکا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي، د زيکا ويروس يوه پېښه يې په لومړي ځل په داسې يو کس کې موندلې، چې له دغه هېواده يې کوم بل هېواد ته سفر هم نه دى کړى.روغتيايي چارواکي وايي، چې ښايي دغې ناروغۍ ياد کس ته د جنسي اړيکو […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1394
په امريكا كې د زيكا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه

په امريکا کې د زيکا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي، د زيکا ويروس يوه پېښه يې په لومړي ځل په داسې يو کس کې موندلې، چې له دغه هېواده يې کوم بل هېواد ته سفر هم نه دى کړى.
روغتيايي چارواکي وايي، چې ښايي دغې ناروغۍ ياد کس ته د جنسي اړيکو له لارې سرايت کړى وي.
په لومړي ځل دغه ناروغي په برازيل کې وموندل شوه، چې ډېرى زيان يې نويو زېږېدلو ماشومانو ته پېښ کړى دى. په امريکا کې د زيکا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي، د زيکا ويروس يوه پېښه يې په لومړي ځل په داسې يو کس کې موندلې، چې له دغه هېواده يې کوم بل هېواد ته سفر هم نه دى کړى.
روغتيايي چارواکي وايي، چې ښايي دغې ناروغۍ ياد کس ته د جنسي اړيکو له لارې سرايت کړى وي.
په لومړي ځل دغه ناروغي په برازيل کې وموندل شوه، چې ډېرى زيان يې نويو زېږېدلو ماشومانو ته پېښ کړى دى.
دغه ويروس د نويو زېږېدلو ماشومانو د بدن غړي کمزوري کوي او د معلول په شکل لويېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان خبردارى ورکړى، چې ښايي دغه ناروغي په ټوله نړۍ کې خپره شي او وبايي بڼه خپله کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA