شمالي کورياد ملګرو ملتونو سازمان يو شمېر نهادونو ته اعلان کړى، چې غواړي په روانه مياشت کې يوه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.
د شمالي کوريا چارواکو د دغې سپوږمکۍ د توغولو هدف له ځمکې څخه د لا ډېرو معلوماتو راغونډول ياد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د هوانوردۍ ادارې (آيمو) تاييد کړې، چې شمالي كوريا په دې برخه کې ورته خبر ورکړى دى.
په همدې حال کې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند د شمالي کوريا دغه اقدام پاروونکى بللى او دغه ازموينه يې د لرې واټن ويشتونکي توغندي سره پرتله کړې ده. شمالي کورياد ملګرو ملتونو سازمان يو شمېر نهادونو ته اعلان کړى، چې غواړي په روانه مياشت کې يوه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.
د شمالي کوريا چارواکو د دغې سپوږمکۍ د توغولو هدف له ځمکې څخه د لا ډېرو معلوماتو راغونډول ياد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د هوانوردۍ ادارې (آيمو) تاييد کړې، چې شمالي كوريا په دې برخه کې ورته خبر ورکړى دى.
په همدې حال کې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند د شمالي کوريا دغه اقدام پاروونکى بللى او دغه ازموينه يې د لرې واټن ويشتونکي توغندي سره پرتله کړې ده.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې د شمالي کوريا دغه ګام به په فضايي برخه کې د دغه هېواد وړتيا نوره هم زياته کړي او د لرې واټن ويشتونکو توغنديو قوت به ورسره نور هم زيات شي.


