په ننګرهار کې د هیواد په کچه د لوى صنعتي او توليداتي نندارتون نن دويمه ورځ پيلېږي.
په دغه لوى نندارتون كې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو صنعت کارانو تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوې دي.
دغه نندارتون پرانسته پرون په جلال اباد ښار کې د والي سلیم کندوزي او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون وشوه.
د ننګرهار والي سلیم کندوزی وایي، په ننګرهار کې یې، له دغه نندارتونه موخه پانګونې ته د سوداګرو تشویق او د سیمې له تولیداتو د خلکو خبرول دي. په ننګرهار کې د هیواد په کچه د لوى صنعتي او توليداتي نندارتون نن دويمه ورځ پيلېږي.
په دغه لوى نندارتون كې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو صنعت کارانو تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوې دي.
دغه نندارتون پرانسته پرون په جلال اباد ښار کې د والي سلیم کندوزي او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون وشوه.
د ننګرهار والي سلیم کندوزی وایي، په ننګرهار کې یې، له دغه نندارتونه موخه پانګونې ته د سوداګرو تشویق او د سیمې له تولیداتو د خلکو خبرول دي.
نوموړی وایي، چې په دغه درې ورځني نندارتون کې به چې سبا پنجشنبه به هم دوام وكړي بیلا بیلو خلکو ته د ورتګ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
داپه داسې حال کې ده چې یو شمیر پانګوال وایي، که ددولت له لوري دوی ته لازمې اسانتیاوي برابري شي، نو دوی چمتو دي ترڅو په ننګرهار کې د صنعت پراختیا لپاره کار وکړي.


