د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، په دغه ولايت كې به اصلي بې وزلو د معلومولو او له هغوى سره د مرستې په خاطر حرفوي سوالګر مشخص كړي او مخه به يې ونيول شي.
له ميدان وردګو ولايت څخه كليد ته راستولې خبرپاڼه وايي، دا مهال د حرفوي سوالګرو زیات شمیر د وردګو د مركز په پازار كې پر سړكونو او منځ لارو كې سوال ته ناست وي او خلك تنګوي چې له كبله يې خلك له اصلي بې وزلو سره هم بد چلند ته مجبور كړي دي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، په دغه ولايت كې به اصلي بې وزلو د معلومولو او له هغوى سره د مرستې په خاطر حرفوي سوالګر مشخص كړي او مخه به يې ونيول شي.
له ميدان وردګو ولايت څخه كليد ته راستولې خبرپاڼه وايي، دا مهال د حرفوي سوالګرو زیات شمیر د وردګو د مركز په پازار كې پر سړكونو او منځ لارو كې سوال ته ناست وي او خلك تنګوي چې له كبله يې خلك له اصلي بې وزلو سره هم بد چلند ته مجبور كړي دي.
د سرچينې په قول، والي حيات الله حيات همدې موخې ته د رسېدو په خاطر نن د كابل كندهار له لويې لارې څو تنه سوالګر راټول كړي او د خوراكي توكو تر څنګ د اړتيا وړ نورو توكو مرسته يې ورسره كړې ده.
والي له دغو سوالګرو ژمنه اخستې چې بيا به د سوال په ناوړه كار لاس نه پورې كوي او ځانته به له وركړيو مرستو د ژوند لاره چاره پيدا كوي.
سرچينې ويلي، هغه كسان چې ولايتي ادارې ورسره مرسته كړې اصلا د كندوز اوسېدونكي وو او هره ورځ به د كابل- كندهار لويې لارې ته د سوال لپاره راوتل.


