د كندهار ولايتي ادارې د سكټوري رياستونو د څار او ارزونې كمېټه وايي، د كندهار په ځينو ناامنه سيمو كې د ملي پيوستون پروژې بايد ختمې او امن سيمو ته د فساد د مخنيوي په هدف انتقال شي.
دا كمېټه چې مشري يې د مرستيال والي عبدالعلي شمسي پر غاړه ده، د ملکي ادارو د سمون، د فساد د مخنيوي او خدماتو ته يې د خلكو اسانه لاسرسي په موخه د ولايتي ادارې لخوا جوړه شوې ده او په مياشت كې يو يا دوه ځلې د ملكي ادارو څارنه او ارزونه كوي، بيا يې د روانو چارو په اړه د رسنيو له لارې خلكو ته معلومات وركوي.

دغې كمېټې تر ټولو تازه ارزونه كې د كندهار د كليو او پراختيا رياست چارې څارلي او په اړه يې د كندهار مرستيال والي له رسنيو سره داسې وغږېده: ((پخوا د ملي پيوستون پروګرام په برخه كې ډېر زيات فساد و، تېرو اتو مياشتو كې دلته ډېر شفافيت راغلى، رئيس ته مو لارښوونه وكړه په هغو سيمو كې چې ناامني ده او د نظارت چاره نه شي په كې ترسره كېداى، هلته بايد دا پروژې ودرول شي او امن سيمو كې كار پيل كړي، تر څو د فساد زياته مخه نيول شوې وي، ځكه په ناامنه سيمو كې چې څارنه نشته په پروژو كې ډېر فساد شوى او لا كېږي.))
د دې كمېتې يو غړى او د كندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالقيوم هم وايي، د كليو او پراختيا رياست تر څار لاندې ځينې كليوالي ناامنه سيمو كې د ملي پيوستون پروژې تر زيات حده پورې د فساد ښكار دي، د ده په وينا دا ځكه چې نه يې ولايتي شورا، نه يې د كندهار ولايتي اداره او نه هم د كليو او پراختيا رياست مسوولين څار كولى شي: (( دا پروژې تش په نوم وي او پيسې يې شخصي جيبونو ته ځي، دا پروژې بايد په امن سيمو كې ترسره شي.))
د كندهار د كليو او پراختيا رياست مشر هم مني چې د ملي پيوستون پروژې په ډېرو لرې كليو او بانډو كې روانې دي چې دوى لاسرسى نه ورته لري خو په وينا يې دا پروژې له مركز څخه عملي كېږي: (( اكثره پروژې مو په ناامنه ساحو ميوند، خاكريز او ريګستان كې دي، هلته دولتي كسان نه شي تلى، نه د انكشاف دهات څارونكي ورتلى شي، نه د ملي پيوستون څارونكي، زه هم په دې اړه اندېښنې لرم، بلكې هغه ساختمانونه چې هلته جوړېږي زه يې په اړه اطمينان نه لرم.))
د سكټورونو د څار او ارزونې كمېټه د كندهار ولايت مقام د يو شمېر ادراي مسوولينو او د ولايتي شورا له استازو تشكيل شوې چې د فساد د مخنيوي لپاره كار كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ