د هويدا رسنيز بنسټ د ټولپوښتنې په ترڅ كې د تخار والي د شمال د اوو واليانو له ډلې د ايډيال حكومتولۍ د بهترين والي لقب ترلاسه كړ.
دا ټول پوښتنه چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې له ۵۰ زرو كسانو څخه په انلاين او ۷۰۰ نورو كسانو څخه په كتبي ډول شوې، د تخار والي ډاكټر محمد ياسين ضيا په كې د ۱۲ زره رايو په ترلاسه كولو لومړى مقام او د غوره والي نوم ترلاسه كړى دى.
د تخار والي ياسين ضيا په دې اړه وايي، تخار ولايت ته له معرفي كېدو سره سم سې لومړى اقدام د اداري فساد د مخنيوي په اړه و او تر اوسه يې لسګونه ځايي مسوولين څارنوالۍ ته د فساد له دوسيو سره ورپېژندلي دي د هويدا رسنيز بنسټ د ټولپوښتنې په ترڅ كې د تخار والي د شمال د اوو واليانو له ډلې د ايډيال حكومتولۍ د بهترين والي لقب ترلاسه كړ.
دا ټول پوښتنه چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې له ۵۰ زرو كسانو څخه په انلاين او ۷۰۰ نورو كسانو څخه په كتبي ډول شوې، د تخار والي ډاكټر محمد ياسين ضيا په كې د ۱۲ زره رايو په ترلاسه كولو لومړى مقام او د غوره والي نوم ترلاسه كړى دى.
د تخار والي ياسين ضيا په دې اړه وايي، تخار ولايت ته له معرفي كېدو سره سم سې لومړى اقدام د اداري فساد د مخنيوي په اړه و او تر اوسه يې لسګونه ځايي مسوولين څارنوالۍ ته د فساد له دوسيو سره ورپېژندلي دي: (( موږ فساد له منځه كاملا نه دى وړى، خو كم كړى مو دى، څوك د رشوت اخستلو، قومي شخړو اومسايلو راپورته كولو جرئت نه شي كولى.))
په دې ټولپوښتنه كې دغه راز د بدخشان د خلكو په اړه ويل شوي چې دوى له بې وزلۍ او په ولايتي ادارو كې د فساد له كبله سر ټكوي.
د تخار خلكو بيا په ټولپوښتنه كې له والي غوښتي چې نامسووله وسله وال مهار او له منځه يوسي، د بغلان خلكو بيا د فساد تر څنګ په خپله سيمه كې د امنيت له ستونزې هم سرټكولى، خو د سمنګان خلكو بيا ويلي نه يوازې فساد دوى اندېښمن كړي بلكې د بيا رغونې كارونه هم نه دي ورته شوي.
د جوزجان خلك بيا د فساد د مخنيوي تر څنګ خپلو ځوانانو ته د كار پيدا كولو غوښتنه لري، د سرپل خلك بيا د ځان پر وړاندې د طالبانو فعاليتونه لوى ګواښ بولي، خو د فارياب خلك بيا د بې وزلۍ او بې كارۍ تر څنګ له داعش ډلې هم په وېره كې دي.


