د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په يو دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته لاړ.
د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به حنيف اتمر د پنجشنبې او جمعې په ورځو پر خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سربېره، چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا سکرتر دى، د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو، د استخباراتو له عمومي مشر او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره وويني. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په يو دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته لاړ.
د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به حنيف اتمر د پنجشنبې او جمعې په ورځو پر خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سربېره، چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا سکرتر دى، د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو، د استخباراتو له عمومي مشر او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره وويني.
د سرچينې په وينا، د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو او امنيتي همکاريو پر پراختيا او د ناټو په چوکاټ کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ترکيې د مرستو پر دوام خبرې کېږي.


