جمهور رئيس غني د كابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځاى كندهار ولايت ته ورسېد.
کندهار ته د جمهور رئيس د سفر موخه د امنيتي او دولتي ادارو ارزونه او د هوايي ډګر د وروستۍ پيښې د شهيدانو فاتحه ده .
له جمهور رئيس سره په دغه سفر كې د هغه مشاور وزير حاجي اغالالى دستګيري او نور کندهاري مشران هم ملتيا كوي .
په کندهار کې د جمهور رئيس غني له ورتګ سره سم کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي او په ښار کې پر عادي وسایطو ګرځبندیز لګیدلى دى.
جهمور رئيس په كندهار هوايي ډګر كې له كوزېدو سره سم د خرقې شريفې زيارت ته تللى او هلته يې د هوايي ډګر د پېښې د قربانيانو په فاتحه كې ګډون وكړ. جمهور رئيس غني د كابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځاى كندهار ولايت ته ورسېد.
کندهار ته د جمهور رئيس د سفر موخه د امنيتي او دولتي ادارو ارزونه او د هوايي ډګر د وروستۍ پيښې د شهيدانو فاتحه ده .
له جمهور رئيس سره په دغه سفر كې د هغه مشاور وزير حاجي اغالالى دستګيري او نور کندهاري مشران هم ملتيا كوي .
په کندهار کې د جمهور رئيس غني له ورتګ سره سم کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي او په ښار کې پر عادي وسایطو ګرځبندیز لګیدلى دى.
جهمور رئيس په كندهار هوايي ډګر كې له كوزېدو سره سم د خرقې شريفې زيارت ته تللى او هلته يې د هوايي ډګر د پېښې د قربانيانو په فاتحه كې ګډون وكړ.
له فاتحې وروسته جمهور رئيس غني د كندهار ولايت مقام د غونډو تالار ته تللى تر څو په يوه روانه غونډه كې د كندهار د خلكو ستونزې واوري او هغوى ته د حل لارې په اړه ډاډ وركړي.


