ads

غزني كې ۱۶ زلزلو د خلكو له پښو ځمكه ايستلې، اخر څه كيسه ده؟

زلزلو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د روانې اوونۍ تر دوشنبې پورې د غزني ولایت مرکز او ځینې ولسوالۍ ۱۶ ځله لړزولي.اوس كه څه هم سره له دې چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه نه دي اړولي، بيا هم په سيمه كې يې د خلكو تر منځ سختې اندېښنې راپورته […]

نویسنده: The Killid Group
13 سلواغه 1394
غزني كې ۱۶ زلزلو د خلكو له پښو ځمكه ايستلې، اخر څه كيسه ده؟

زلزلو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د روانې اوونۍ تر دوشنبې پورې د غزني ولایت مرکز او ځینې ولسوالۍ ۱۶ ځله لړزولي.
اوس كه څه هم سره له دې چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه نه دي اړولي، بيا هم په سيمه كې يې د خلكو تر منځ سختې اندېښنې راپورته كړې دي.
داسې ویل کیږي، چې د غزني ولایت د قره باغ او جاغوري ولسوالیو ترمنځ پرتې تمکي سیمې ته څیرمه په شاکوه او کوه ګهواره کې د زلزلو پر مهال تور لوګی لیدل شوی او د نورو سیمو په پرتله دغو غرونو ته په نږدي پرتو كليو کې د زلزلو تر ټولو قوي ټکانونه احساس شوي دي، خو په رسمي ډول تر اوسه هیڅ ادارې د دغو زلزلو د مرکز او کچې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
دا چې دغه زلزلې یوازې د غزني په مرکز او څو  ولسوالیو ناهور، واغذ، ګیلان، جاغوري، قره باغ او جغتو کې احساس شوي له کبله یې د خلکو په منځ کې ګڼ شایعات خپاره شوي دي. زلزلو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د روانې اوونۍ تر دوشنبې پورې د غزني ولایت مرکز او ځینې ولسوالۍ ۱۶ ځله لړزولي.
اوس كه څه هم سره له دې چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه نه دي اړولي، بيا هم په سيمه كې يې د خلكو تر منځ سختې اندېښنې راپورته كړې دي.
داسې ویل کیږي، چې د غزني ولایت د قره باغ او جاغوري ولسوالیو ترمنځ پرتې تمکي سیمې ته څیرمه په شاکوه او کوه ګهواره کې د زلزلو پر مهال تور لوګی لیدل شوی او د نورو سیمو په پرتله دغو غرونو ته په نږدي پرتو كليو کې د زلزلو تر ټولو قوي ټکانونه احساس شوي دي، خو په رسمي ډول تر اوسه هیڅ ادارې د دغو زلزلو د مرکز او کچې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
دا چې دغه زلزلې یوازې د غزني په مرکز او څو  ولسوالیو ناهور، واغذ، ګیلان، جاغوري، قره باغ او جغتو کې احساس شوي له کبله یې د خلکو په منځ کې ګڼ شایعات خپاره شوي دي.
ډیری په دې آند دي چې ځیني بهرني هیوادونه د غزني ولایت په ځینو سیمو کې خپلې اټومي او هایدروجني وسلې تر ځمکې لاندې ازمايي او همدا لامل دى چې د زلزلو قوي ټكانونه حس كېږي.
ځېنې نور بیا دغو زلزلو ته په هېواد کې شته ستونزو، جنګ جګړو، اخلاقي او اداري فساد ته په کتو د یوه الهي عذاب په سترګه ګوري.
جیولوجیستان او ځمکپېژندونکي هم په غزني کې دغو پر له پسي زلزلو ته د شک په سترګه ګوري.
انجنیر حشمت الله حاذق چې د کابل پوهنتون د ځمكې پیژندنې پوهنځى يې لوستى له کلید سره خبرو کې وویل، د زلزلو مرکزونه تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي او په غزني کې د ناهور له غرونو پرته چې هلته د اور غورځوونکو غرونو ساحې موجودې ديو بل خطرناك ځاى نشته.
د ده په وينا په ناهور كې هم تر اوسه داسې شواهد نه دي ترسترګو شوي چې د ناهور پخوانۍ اورغورځوونكې سيمې دې اوس بېرته فعالې شوې وي.
نوموړي وړاندې وویل: ((د دغو زلزلو په لړ کې د دوو ټکانونه ډېر شدید وو او اټکل کولای شو، چې ښایي کچه به یې له 7 تر 9 درجو د ریښتر وه، ځینې معلومات چې خلکو پر فیسبوک لیکلي وو د هغوی ټليفونونو کې يې ژور والى 23 کیلومتره تر ځمکې لاندې ښودل شوی وو، حال دا چې د زلزلو د مرکز ژور والی تر 180 کیلو متره کم ندی، بل دا چې د زلزلې امواج په دایروي شکل ټولو خواو کي مساوي وي مګر تاسو قره باغ ګورئ چیرته دی او د غزني مرکز چیرته پروت دى؟ او ناهور ګورئ چیرته موقعیت لري؟ يعني د دې زلزلو مسير دايروي نه دى.))
د نوموړي په وینا د دغو زلزلو لامل یا د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د اور غورځوونکو(آتشفشانونو) سیمو فعالیدل او یا هم د ځینو وسلو آزمایښت کیدای شي، چې باید په اړه یې جدي پلټنې وشي.
هاخوا په غزني کې د ولایت مقام اداري غونډه هم د دوشنبي په ورځ همدې زلزلو، عواقبو او ورسره د مبارزې د څرنګوالي بحث ته ځانګړې شوې وه.
د غزني والي محمد امان حمیم د بهرنیو هیوادونو له لوري د دې ولایت په اړوندو کې د وسلو ازمايښتونه رد کړل، خو وایي  په دې اړه یې اړونده ارګانونوته په مرکز کابل کي خبر ورکړی او هرکله چې د هغوی پلټنې بشپړي شي معلومات به یې له رسنیو او خلکو سره شریک کړي: ((زلزلې ټول اندیښمن کړي او شکونه یې پیدا کړي، خو زه خلکو ته ډاډ ورکوم چي هیڅ هیواد نه شي کولای دلته خپلې وسلې و ازمايي.))
دا په داسي حال کې ده، چې روان کال څو ځلې زلزلو د هیواد بیلابیلې برخې ولړزولې او ګڼ شمېر ځاني- مالي تلفات يې خلكو ته ور واړول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA