د ننګرهار ولايت چارواكي وايي، بېګا په اچين ولسوالۍ كې د داعش پر راډيو، محكمه او يوه روانه غونډه د بهرنيو ځواكونو په څلورو هوايي برېدونو كې ۲۹ كسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي كليد ته وويل، په عملياتو كې بې پېلوټه الوتكې او د بهرنيو ځواكونو جيټ الوتكو برخه اخستې وه.
خوږياڼي زياته كړه، د دې هوايي عملياتو په لومړي بريد كې د داعش راډيو او پنځه كاركوونكي يې له منځه وړل شوي دي: ((په لومړې برید کې د داعش راډيو سره د پنځو کارکوونکو له منځه تللې ده، په دویم برید کې د داعش محکمه وه چې ۶ داعشیان په کې وژل شوی دي، دریم برید کې د داعش چې غونډه یې درلوده ۱۵ نفر وژل شوی دي، څلورم برید کې د داعش يوه قوي انټرنیټ دستګاه له ۳ داعشیانو سره له منځه تللې ده.)) د ننګرهار ولايت چارواكي وايي، بېګا په اچين ولسوالۍ كې د داعش پر راډيو، محكمه او يوه روانه غونډه د بهرنيو ځواكونو په څلورو هوايي برېدونو كې ۲۹ كسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي كليد ته وويل، په عملياتو كې بې پېلوټه الوتكې او د بهرنيو ځواكونو جيټ الوتكو برخه اخستې وه.
خوږياڼي زياته كړه، د دې هوايي عملياتو په لومړي بريد كې د داعش راډيو او پنځه كاركوونكي يې له منځه وړل شوي دي: ((په لومړې برید کې د داعش راډيو سره د پنځو کارکوونکو له منځه تللې ده، په دویم برید کې د داعش محکمه وه چې ۶ داعشیان په کې وژل شوی دي، دریم برید کې د داعش چې غونډه یې درلوده ۱۵ نفر وژل شوی دي، څلورم برید کې د داعش يوه قوي انټرنیټ دستګاه له ۳ داعشیانو سره له منځه تللې ده.))
د خوږياڼي په وينا، داعش راډيو، محكمه، مهمه غونډه او انټرنيټي دستګاه د اچين په مامند دره كې په نښه شوي او د عملياتو پلان پرې ترتيب شوى و.
ځايي اوسېدونكو هم تاييد كړې چې بيګا شپه د داعش راډيو خپرونې ناڅاپي بندې شوې.
داعش راډيو څه موده وړاندې په ننګرهار كې د ايف ايم پر ۹۰ څپه خپرونې پيل كړې وې او دولت ضد پراخ تبليغات يې كول.


