ads

پاكستان كې د بډوډو سوداګرۍ اندېښنې راپورته كړي

په پاکستان کې د انسان د بډوډو يا ګردو غير قانوني سوداګرۍ يو شمېر سعودي او پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي دي.د پاکستان ډېلي ورځپاڼې د يو سعودي ډاکټر شاهين فيصل له قوله ويلي، لسګونه پاکستانيان په سعودي شتمنو ناروغانو باندې خپل بډوډي پلوري، چې د قېمت کچه يې تر پخوا څو چنده زياته شوې ده.دغه […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1394
پاكستان كې د بډوډو سوداګرۍ اندېښنې راپورته كړي

په پاکستان کې د انسان د بډوډو يا ګردو غير قانوني سوداګرۍ يو شمېر سعودي او پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي دي.
د پاکستان ډېلي ورځپاڼې د يو سعودي ډاکټر شاهين فيصل له قوله ويلي، لسګونه پاکستانيان په سعودي شتمنو ناروغانو باندې خپل بډوډي پلوري، چې د قېمت کچه يې تر پخوا څو چنده زياته شوې ده.
دغه سعودي ډاکټر ويلي، چې پخوا به يوه ګرده په څه د پاسه څلور ميليونه پاکستاني کلدارو پلورل کېده، خو اوسمهال ياد قېمت اتو ميليونو پاکستاني روپيو ته لوړ شوى دى. په پاکستان کې د انسان د بډوډو يا ګردو غير قانوني سوداګرۍ يو شمېر سعودي او پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي دي.
د پاکستان ډېلي ورځپاڼې د يو سعودي ډاکټر شاهين فيصل له قوله ويلي، لسګونه پاکستانيان په سعودي شتمنو ناروغانو باندې خپل بډوډي پلوري، چې د قېمت کچه يې تر پخوا څو چنده زياته شوې ده.
دغه سعودي ډاکټر ويلي، چې پخوا به يوه ګرده په څه د پاسه څلور ميليونه پاکستاني کلدارو پلورل کېده، خو اوسمهال ياد قېمت اتو ميليونو پاکستاني روپيو ته لوړ شوى دى.
د نوموړي په خبره، په خپل هېواد كې يې يو شمېر روغ اشخاص هم د ځوان پاتې کېدو لپاره د خپل بدن ځينې غړي د جراحي عملياتو له لارې بدلوي.
د رپوټونو له مخې، تر سعودي عربستان وروسته په چين او مصر کې هم د پاکستاني بېوزله وګړو لخوا خپل بډوډي پلورل کېږي.
ډاكټران وايي، په سلو کې څلوېښت فيصده هغه خلك، چې د خپل بدن غړي يې بدل كړي وي، كولى شي خپل ژوند ته دوام وركړي، خو ډېرى يې له يو لړ اختلاتاتو سره مخ شوي او روغتيايي حالت يې ورسره خراب شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA