په هلمند کې میشت د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا قومندان جنرال عطامیر اګاه د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک كليد ته وویل پېښه تېره شپه شوې او د ملي اردو درې سرتېري هم په كې ټپیان شوي دي.
بل خوا د ملي اردو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې تره شپه د ګرشک ولسوالۍ اړوند د فیضان په نوم یوه کمپ باندې ګڼو وسله والو مخالفینو حمله وکړه چې له امله يې د دریمې لوا قومندان جنرال عطامیر اګاه او د ملي اردو ۱۶ نور سرتېري ووژل شول. په هلمند کې میشت د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا قومندان جنرال عطامیر اګاه د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک كليد ته وویل پېښه تېره شپه شوې او د ملي اردو درې سرتېري هم په كې ټپیان شوي دي.
بل خوا د ملي اردو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې تره شپه د ګرشک ولسوالۍ اړوند د فیضان په نوم یوه کمپ باندې ګڼو وسله والو مخالفینو حمله وکړه چې له امله يې د دریمې لوا قومندان جنرال عطامیر اګاه او د ملي اردو ۱۶ نور سرتېري ووژل شول.
سرچینه زیاتوي، په دغې حمله کې د ملي اردو ۹ سرتېري ورک دي او ۴ نور ټپیان شوي دي، خو د هلمند والي ویاند عمر ځواک له دې پېښې ناخبري ښيي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


