د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې په مرکز مهترلام کې د يو مقناطيسي ماين د چاودنې له كبله ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان ولايت مقام د رسنيو دفتر له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه پرون مازيګر شاوخوا ۳ بجې په ښار کې د يو خصوصي بانک مخې ته په يو رېنجر موټر کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له كبله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې په ياده چاودنه کې د يوې مېرمنې او دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ