د کونړ ولایت چارواکي وايي، یو ځانمرګی بریدګر یې چې ښځینه جامې یې په تن وې، موخې ته تر رسیدو وړاندې نرنګ ولسوالۍ کې نیولی دی.
د کونړ ولایت رسنیو دفتر له لورې نن کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ځانمرګی بریدګر د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د دولت د مخالفو وسله والو له لوري پر دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو برید کولو ته چمتو شوی و.
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د کونړ ولایت چارواکي وايي، یو ځانمرګی بریدګر یې چې ښځینه جامې یې په تن وې، موخې ته تر رسیدو وړاندې نرنګ ولسوالۍ کې نیولی دی.
د کونړ ولایت رسنیو دفتر له لورې نن کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ځانمرګی بریدګر د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د دولت د مخالفو وسله والو له لوري پر دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو برید کولو ته چمتو شوی و.
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


