ads

شيرزاد:ننګرهار كې داعش ډله په ډېره كمه فيصدۍ پاتې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یی داعش وسله وال ختم کړي او ډیر ژر به یې د لا تصفيې لپاره نور هوایې بریدونه هم ترسره کړي.امنیتي چارواکي وایي، اوس مهال داعش وسله وال یوازې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې فعاليت كوي او دلته به يې هم د فعاليت يو […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1394
شيرزاد:ننګرهار كې داعش ډله په ډېره كمه فيصدۍ پاتې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یی داعش وسله وال ختم کړي او ډیر ژر به یې د لا تصفيې لپاره نور هوایې بریدونه هم ترسره کړي.
امنیتي چارواکي وایي، اوس مهال داعش وسله وال یوازې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې فعاليت كوي او دلته به يې هم د فعاليت يو ځاى پرېنښودل شي.
د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد کلید ته وویل، دوی هڅه کوي چې په  اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وړاندې هوایي او ځمکنيو عملیاتو ته ادامه ورکړي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یی داعش وسله وال ختم کړي او ډیر ژر به یې د لا تصفيې لپاره نور هوایې بریدونه هم ترسره کړي.
امنیتي چارواکي وایي، اوس مهال داعش وسله وال یوازې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې فعاليت كوي او دلته به يې هم د فعاليت يو ځاى پرېنښودل شي.
د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد کلید ته وویل، دوی هڅه کوي چې په  اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وړاندې هوایي او ځمکنيو عملیاتو ته ادامه ورکړي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم وویل، چې د تېرې شپې په هوایې بریدونو کې د داعش راډیو درې تخنیکران وژل شوي دي: (( دا درې واړه د داعش د خپرونو تخنيكران وو، معلومات يې چې دقيق كړو، تلفات يې ډېر زيات دي، دوى له منځه تللي، ډېر سخت تلفات ور اوښتي، د هرې ورځې په تېرېدو دوى كمېږي، د ډيورنډ د كرښې په اوږدو كې د مامند درې په سيمه كې ډېر كمه فيصدي داعشيان پاتې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي چارواکي وایې، تېره شپه  د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه هوایي بریدونو کې د خلافت غږ په نامه د داعش راډیو له منځه تللې  او د دوی ۲۹ غړي یې هم وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA