د کډالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، پر هېڅ داسې سند یا هوکړه لیک به لاسلیک ونه کړي چې هدف یې په زور د افغان کډوالو بېرته راستنېدل وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دیمیزري په کابل کې له افغان چارواکو سره د ناستې پر مهال ویلي، دوی له افغان لوري سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر داسې هوکړې ته سره رسېدلي دي، چې له مخې به یې هغه افغان کډوال چې په جرمني کې د پناه اخېستنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي بېرته خپل هېواد ته ستنوي، حتی د دیمیزري په وینا د اړتیا په صورت کې به دغه کسان په جبري ډول هم له جرمني شړلی شي. د کډالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، پر هېڅ داسې سند یا هوکړه لیک به لاسلیک ونه کړي چې هدف یې په زور د افغان کډوالو بېرته راستنېدل وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دیمیزري په کابل کې له افغان چارواکو سره د ناستې پر مهال ویلي، دوی له افغان لوري سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر داسې هوکړې ته سره رسېدلي دي، چې له مخې به یې هغه افغان کډوال چې په جرمني کې د پناه اخېستنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي بېرته خپل هېواد ته ستنوي، حتی د دیمیزري په وینا د اړتیا په صورت کې به دغه کسان په جبري ډول هم له جرمني شړلی شي.
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې که څه هم دا ومنله چې له جرمني هېواد سره یې د افغان کډوالو بېرته راستنېدو لپاره هوکړه کړې، خو وايي دا راستنېدنه به په جبري توګه نه وي.
جرات زیاته کړه: ((یوازې هغه افغانان به راستنېږي، چې اوسېدانه یې د جرمني په ګډون د نورو اروپايي هېوادونو له قوانینو او د ژینوا له ۱۹۵۱ کنوانسیون له مفاداتو سره سم نه وي.))
جرات همداشان زیاتوي چې په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۲۵۰ زره تنو افغانانو اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره لار وهلې، چې په خبره یې تر نیمايي زیات یعنې ۱۵۰ زرو یې په جرمني کې د اوسېدو غوښتنلیکونه وړاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د سویډن هېواد د هغو ۸۰ زره کډوالو بېرته ستنولو اعلان کړی و، چې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي او په دې ډله کې افغان کډوال هم شامل دي.
په ورته مهال د کډوالۍ نړیواله ټولنه وايي، له ۲۰۱۵ م کال راهیسې نږدې ١٥٠٠ تنکي افغان ځوانان هم له ایرانه په زور بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.


