ads

د كابل پروني ځانمرګي بريد ۲۰ وژلي، ۲۹ ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د کابل ښار په پروني ځانمرګي بريد كې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.دا بريد پرون له غرمې وروسته د كابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د دهمزنګ په سيمه كې د عامه نظم پوليسو قوماندانۍ په دروازه كې وشو.په سيمه كې […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1394
د كابل پروني ځانمرګي بريد ۲۰ وژلي، ۲۹ ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د کابل ښار په پروني ځانمرګي بريد كې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.
دا بريد پرون له غرمې وروسته د كابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د دهمزنګ په سيمه كې د عامه نظم پوليسو قوماندانۍ په دروازه كې وشو.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې په دغه بريد كې ډېره مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دغه ځانمرګى بريد په سختو ټكو غندلى او ويلي يې دي، چې د دغه ډول ترهګريزو بريدونو او اعمالو ترسره کول لوی جنايت او نه بښونکی عمل دی. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د کابل ښار په پروني ځانمرګي بريد كې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.
دا بريد پرون له غرمې وروسته د كابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د دهمزنګ په سيمه كې د عامه نظم پوليسو قوماندانۍ په دروازه كې وشو.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې په دغه بريد كې ډېره مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دغه ځانمرګى بريد په سختو ټكو غندلى او ويلي يې دي، چې د دغه ډول ترهګريزو بريدونو او اعمالو ترسره کول لوی جنايت او نه بښونکی عمل دی.
د هغه په وينا، هغه ډلې چې عام افغانان وژني، حکومت به هېڅ وخت ورسره د سولې خبرې ونه کړي او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه به په مېړانه او زړورتيا د هغوى په وړاندې مبارزه وکړي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې په دې بريد كې يې د عامه نظم پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA