په خوست كې د لومړي ځل لپاره د شپږ لوبډلو تر منځ د باسكټبال لوبې سيالۍ پيل شوې.
دا لوبې چې د فوټبال د لوبغالي تر څنګه روانې دي، په اړه يې د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ وايې، چې د يادو سياليو لګښت يو خصوصي ساختماني شرکت پر غاړه لري او درې ورځې وخت به ونيسي :
دغه لوبه، چې تازه يې سيالۍ د المپيک امريت لخوا جوړې شوي په خوست کې دومره رواج نه ده.

د باسکټبال د فدراسيون مشر محمد ولي وايي، د خوست په ځوانانو كې د دې لوبې د غوړيدا او د روزنې په برخه کې به کار کوي او له لوبغاړو سره به د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.
په سياليو کې ګډون لرونکو لوبغاړو هم خوښي ښوده، چې په لومړي ځل دوى خپلې هېلې ته په رسېدو دي.
د باسكټبال لوبې لوبغاړو د ځينو ستونزو يادونه کوله او له المپيک امريت څڅه يې غوښتنه دا وه، چې د دوى ستونزې هواري کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ