ads

خوست كې تېر كال نيول شوي ټول نشه يي توكي نن وسوځول شول

په خوست کې له نشه یې مودادو سره د مبارزې پولیسو د یو کال په موده نیول شوي بیلا بیل نشه يي مواد نن د رسنیو پر وړاندې وسوځول.د خوست امنيه قومندان مل پاسوال فيض الله غيرت خپريالانو ته وويل، په سوځول شويو نشه يي توكو كې ۱۳۵ كېلوګرامه چرس، ۲۰ كېلو ګرامه ترياك، شاوخوا […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1394
خوست كې تېر كال نيول شوي ټول نشه يي توكي نن وسوځول شول

په خوست کې له نشه یې مودادو سره د مبارزې پولیسو د یو کال په موده نیول شوي بیلا بیل نشه يي مواد نن د رسنیو پر وړاندې وسوځول.
د خوست امنيه قومندان مل پاسوال فيض الله غيرت خپريالانو ته وويل، په سوځول شويو نشه يي توكو كې ۱۳۵ كېلوګرامه چرس، ۲۰ كېلو ګرامه ترياك، شاوخوا ۱۰۰ ليتره الكولي مشروبات او ۵ كېلو ګرامه شيشه ډوله نشه يي مواد شامل وو چې په تور يې نږدې سل كسه هم نيول شوي دي. په خوست کې له نشه یې مودادو سره د مبارزې پولیسو د یو کال په موده نیول شوي بیلا بیل نشه يي مواد نن د رسنیو پر وړاندې وسوځول.
د خوست امنيه قومندان مل پاسوال فيض الله غيرت خپريالانو ته وويل، په سوځول شويو نشه يي توكو كې ۱۳۵ كېلوګرامه چرس، ۲۰ كېلو ګرامه ترياك، شاوخوا ۱۰۰ ليتره الكولي مشروبات او ۵ كېلو ګرامه شيشه ډوله نشه يي مواد شامل وو چې په تور يې نږدې سل كسه هم نيول شوي دي.
په دې اړه د خوست والي حكم خان حبيبي هم پر خلكو له نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې د همكارۍ غږ وكړ او زياته يې كړه افغان ځواكونه هڅه كوي په دې ولايت كې د نشه يي توكو استعمال صفر ته راټيټ كړي: (( هغو كسانو ته به قانون سخته سزا وركړي چې د نشه يي توكو د  استعمال په ترويج كې رول لوبوي.))
دا په داسې حال كې چې که څه هم په خوست کې د نشه یې موادو کښت صفر دی، خو د استعمال د زیاتېدو په برخه کې يې ډیری خلک شکایت کوي، چې دولت یې پر وړاندې پاتې راغلی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA