ads

تېر كال په خوست كې د نري رنځ زياتې پېښې ثبت شوي

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، دغلته په توبرکلوز ( نري رنځ ) ناروغۍ د اخته کسانو په راجلبولو سره د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې مخ پروړاندې روان دي.په دې ولايت کې د توبرکلوز پر وړاندې د مبارزې ولایتي مسوول ډاکټر شاه محمود منګل وويل، چې د ناروغانو په راجلبولو […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1394
تېر كال په خوست كې د نري رنځ زياتې پېښې ثبت شوي

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، دغلته په توبرکلوز ( نري رنځ ) ناروغۍ د اخته کسانو په راجلبولو سره د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې مخ پروړاندې روان دي.
په دې ولايت کې د توبرکلوز پر وړاندې د مبارزې ولایتي مسوول ډاکټر شاه محمود منګل وويل، چې د ناروغانو په راجلبولو سره په دې بريالي شوي، چې روغو کسانو ته يې سرايت کنټرول کړي.
هغه وويل، په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې يې د نري رنځ ۱۴۱۵  مثبتې پېښې لرلې، په داسې حال کې  چې په ۲۰۱۴ ميلادي کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۹۶۸ و. د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، دغلته په توبرکلوز ( نري رنځ ) ناروغۍ د اخته کسانو په راجلبولو سره د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې مخ پروړاندې روان دي.
په دې ولايت کې د توبرکلوز پر وړاندې د مبارزې ولایتي مسوول ډاکټر شاه محمود منګل وويل، چې د ناروغانو په راجلبولو سره په دې بريالي شوي، چې روغو کسانو ته يې سرايت کنټرول کړي.
هغه وويل، په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې يې د نري رنځ ۱۴۱۵  مثبتې پېښې لرلې، په داسې حال کې  چې په ۲۰۱۴ ميلادي کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۹۶۸ و.
ډاکټر شاه محمود زياته کړه، د مثبتو پېښو د شمېر زياتېدل د دې څرګندونه کوي، چې د نري رنځ د ناروغانو په موندلو او د دې ناروغۍ په درملنه او مخنيوي کې يې پرمختګ کړی دی.
نوموړي پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو په برخه کې د توبرکلوز په اړه خلکو ته د ښه او اړين عامه پوهاوي ترڅنګ ځينې نور لاملونه هم په ګوته کړل: ((یو شمېر پر نري رنځ اخته ناروغان ډېر وخت په ودونو او د مړو  په مراسمو کې ګډون کوي او  ترڅنګ دوی زیات پیاده مزلونه کوي، چې دا بیا ناروغي نوره هم اضافه کوي، د دې پرځای چې دوی ځانته ناروغي اسانه کړي په خپله یې سختوي نو زما غوښتنه دا ده، چې باید د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره باید ډېر استراحت وشي.))
منګل له خلکو وغوښتل، چې که دوه اوونۍ پرله پسې ټوخی او بلغم يو ځای ولري، ژر تر ژره دې خپل نږدې روغتيايي مرکز ته د معايناتو او درملنې لپاره لاړ شي: ((پر یادو نښه نښانو سربیره، کله چې ناروغ د شپې لخوا ډېر خولې کیږي، مړه تبه يې کیږي، وزن بایلي بې اشتها کیږي نو ژر تر ژره دې نږدې روغتیایې مرکزونو ته مراجعه وکړې.))
هغه وويل، د مرکز په ګډون د دې ولايت د ولسواليو زياتره روغتيايي مرکزونه د نري رنځ يا توبرکلوز د معاينې پر اړينو طبي وسايلو او درملنې  سمبال دي.
د توبرکلوز د لابراتوار څانګې مسوول ډاکټرسيدمحمد کريم وايي، هره ورځ تر دېرشو پورې د نري رنځ شکمن روغان د معايناتو لپاره ورځي.
د خوست د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ عبدالطیف چې د خوست د توبرکولوز مرکز ته راغلی، وايي كورنۍ يې پر دې ناروغۍ اخته وه اوس يې چې په اړه پوهاوى ترلاسه كړى نو غواړي خپل ځان هم معاينه كړي: ((زما میرمنه او لور په نري رنځ اخته شوې وې د دغې مرکز د ډاکترانو په لارښوونه یې اوس مرض منفي شوی علت یې دا و چې موږ هر وخت د دوی لارښوونې پام کې نیولې. ناروغانو ته مو سبزیجات میوې ورکولې او دارو درملو خوراک یې هیڅ نه پریښودو، چې په څلورو میاشتو کې یې درملنه وشوه اوس زه هم راغلی یم، چې ځان معاینه کړم، ځکه ډاکتران وایې، چې نری رنځ ساري ناروغي ده. زه له ډاکترانو ډېره خوشاله یم، چې له موږ سره یې ډېر ښه او مسلکي چلند وکړ.))
د خوست د مركز یو بل اوسیدونکی حبيب الله بيا وايي : (( څو د کورنۍ غړي مې په نري رنځ اخته و خو اوس یې علاج شوی او زه هم راغلی یم ځان کې شکمن یم، غواړم پوه شم چې زه خو به چرته په دې ناروغۍ اخته شوى نه يم؟))
یو بل کس چې ګل ورین نومیده او  د نري رنځ مرکز ته د درملنې په موخه راغلی و کلید ته وویل: ((زه ټوخیدم، بلغم هم راتلل، وزن مې ورځ تر بلې کمیده، کله چې څو میاشتې وړاندې مرکز ته راغلم نو علاج مې پیل شو اوس هم د ډاکترانو د لارښوونې پر اساس زه مشوره اخلم او ډاکترانو راته وویل، چې نری رنځ د منفي شوی دی.))
د ډاکټرانو په نظر، پر نري رنځ اخته انسان اړ دی، چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره ۶ مياشتې پرته له کوم ځنډ او بد پرهېزۍ څخه د ډاکټر په لارښوونې  درمل وخوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA