په ارزګان ولايت كې پرون ماسپښين موټر سايكل سپرو وسله والو يو لس كلن ماشوم په ډزو ويشتلى او بېرته په تېښته بريالي شوي دي.
دغه ماشوم وصیل نومېده چې د خاص اروزګان ولسوالۍ د محلي پولیسو د مخکني قومندان ملاصمد وراره او شاوخوا لس کاله عمر يې درلود.
وصیل په خاص ارزګان ولسوالۍ کي شاوخوا درې میاشتې له خپل تره ملاصمد سره تر سختې محاصرې لاندې و. په ارزګان ولايت كې پرون ماسپښين موټر سايكل سپرو وسله والو يو لس كلن ماشوم په ډزو ويشتلى او بېرته په تېښته بريالي شوي دي.
دغه ماشوم وصیل نومېده چې د خاص اروزګان ولسوالۍ د محلي پولیسو د مخکني قومندان ملاصمد وراره او شاوخوا لس کاله عمر يې درلود.
وصیل په خاص ارزګان ولسوالۍ کي شاوخوا درې میاشتې له خپل تره ملاصمد سره تر سختې محاصرې لاندې و.
په دې محاصره كې وصيل په خپله هم د محاصرې د ماتولو او له طالبانو سره د جګړې لپاره وسله پورته كړې وه او جګړه كې يې برخه اخستې وه.
د اروزګان ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ ليونى وايي، دغه ماشوم ژور ټپونه خوړلي وو او كندهار روغتون ته په لاره كې يې ساه وركړې ده.
روغ ليوني زیاته کړه چې برید کوونکي تښتېدلي خو پلټنې ورپسې روانې دي او ډېر ژر به ونيول شي.
دا بريد په داسې وخت کې شوى چې په ارزګان كې پر موټرسايكلونو ګرځبنديز لګېدلى خو بيا هم دا څويم ځل دى چې ورته بريدونه په كې ترسره كېږي. د دغه ماشوم د وژل كېدو پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې، خو په سيمه كې د وصيل كورنۍ عملا له طالبانو سره په جګړه بوخته ګڼل كېږي.


