د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ننګرهار ته د سفر په ترڅ كې د تورخم سرحدي ښارګوټي ته تللى اوله ځايي هټۍ والو سره د هغوى د ستونزو او په دې لويه لار ټرانسپورټي سيسټم كې د فساد په اړه غږېدلى دى.
محمد الله بتاش چې د ننګرهار والي، امنيه قومندان او د تورخم سرحدي چارواكو يې ملتيا كوله له هټۍ والو سره د هغوى پر ستونزو غږېدلى او ويلي يې دي اورېدليو ستونزو ته به ژر تر ژره لاسرسى وكړي. د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ننګرهار ته د سفر په ترڅ كې د تورخم سرحدي ښارګوټي ته تللى اوله ځايي هټۍ والو سره د هغوى د ستونزو او په دې لويه لار ټرانسپورټي سيسټم كې د فساد په اړه غږېدلى دى.
محمد الله بتاش چې د ننګرهار والي، امنيه قومندان او د تورخم سرحدي چارواكو يې ملتيا كوله له هټۍ والو سره د هغوى پر ستونزو غږېدلى او ويلي يې دي اورېدليو ستونزو ته به ژر تر ژره لاسرسى وكړي.
هغه وويل، له دغه سفر څخه يې هدف دا دى چې غوښتل يې د تورخم- كابل د لويې لارې په اوږدو كې ټرانسپورټي مسايل له نږدې وڅېړي: (( تر څو چې دلته يوو له ټرانسپورټي مسوولينو، ټرانسپورټي شركتونو، موټروانانو سره ملاقاتونه ولرو او ستونزې يې واورو.))
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار والي سلیم کندوزي، خبريالانو ته وويل، په تورخم سرحدي ښارګوټي كې د فساد ستونزه يې درك كړې، خو د ده په وينا له ولس او رسنيو يې غوښتنه دا ده چې د فساد په اړه ورسره اسناد شريك او همكاري زياته كړي.
نوموړي وويل: (( كه هر څوك په فساد كې ښكېل وي، كه ملكي او نظامي ادارې وي، په هر چا چې موږ اسناد ولرو، د هغه په مقابل كې په قوي اقدام كېږي، څوك چې په فساد كې ښكېل دي په اړه يې راسره اسناد تاسې رسنۍ او ولس هم شريك كړئ، اقدامات پر موږ.))
والي په داسې حال کې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د فساد پر ضد د کلکې مبارزې خبره کوي چې یو شمېر کتونکي وايي، تورخم له بل هرځایه د فساد لویه منبع ده.


