ads

په مزار شريف كې د ارزو ټلويزيون د مسوول په كور وسله وال ور اوښتي

چارواكي وايي، د بلخ ولايت په مركز مزار شريف كې بيګا شپه د ارزو ټلويزيون د مسوول مدير په كور ناپېژانده وسله وال ورننوتي او له دوه ساعته شكنجه كولو وروسته يې ترې د كورځېنې سامانونه هم وړي دي.ويل كېږي، جوهري د وسله والو لخوا سخت وهل شوى ټكول شوى هم دى، يحيى جواهري په […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1394
په مزار شريف كې د ارزو ټلويزيون د مسوول په كور وسله وال ور اوښتي

چارواكي وايي، د بلخ ولايت په مركز مزار شريف كې بيګا شپه د ارزو ټلويزيون د مسوول مدير په كور ناپېژانده وسله وال ورننوتي او له دوه ساعته شكنجه كولو وروسته يې ترې د كورځېنې سامانونه هم وړي دي.
ويل كېږي، جوهري د وسله والو لخوا سخت وهل شوى ټكول شوى هم دى، يحيى جواهري په تېرو څو ورځو كې دوهم خبريال دى چې د ناپېژانده وسله والو لخوا پرې بريد كېږي. چارواكي وايي، د بلخ ولايت په مركز مزار شريف كې بيګا شپه د ارزو ټلويزيون د مسوول مدير په كور ناپېژانده وسله وال ورننوتي او له دوه ساعته شكنجه كولو وروسته يې ترې د كورځېنې سامانونه هم وړي دي.
ويل كېږي، جوهري د وسله والو لخوا سخت وهل شوى ټكول شوى هم دى، يحيى جواهري په تېرو څو ورځو كې دوهم خبريال دى چې د ناپېژانده وسله والو لخوا پرې بريد كېږي.
د مزار شريف خبريالان د يحيى جواهري پر كور د ناپېژانده وسله والو بريد او له كوره يې د مهمو سامانونو وړل، اندېښمنوونكې بولي او په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه كوي.
تر اوسه نه ده معلومه چې دا كار به چا كړى وي، خو كليد ګروپ په لټه كې دى چې شيبه په شيبه د دې پېښې د څېړنو او څرنګوالي په اړه تاسې ته لومړى لاس معلومات برابر كړي.
تر ده دوه ورځې وړاندې د ملي راډيو ټلويزيون همكار او د ننګرهار د والي فرهنګي سلاكار محمد زبير خاكسار هم په سره رود كې د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوى  او د هغه د وژنې مسووليت هم كومې ډلې پر غاړه نه و اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA