د ملي وحدت حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره په نوي ډيلي كې ليدلي او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيكو د لا پياوړتيا او پراختيا په باب يې سره خبرې دي.
اجرائيه رئيس په دې كتنه كې ټيڼګار كړى چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيك تړون د عملي كېدو لپاره افغانستان بشپړ چمتووالى لري او په دې برخه كې بايد كار پيل شي. د ملي وحدت حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره په نوي ډيلي كې ليدلي او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيكو د لا پياوړتيا او پراختيا په باب يې سره خبرې دي.
اجرائيه رئيس په دې كتنه كې ټيڼګار كړى چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيك تړون د عملي كېدو لپاره افغانستان بشپړ چمتووالى لري او په دې برخه كې بايد كار پيل شي.
د هند صدراعظم هم وويل، هېواد يې له افغانستان سره په امنيتي او اقتصادي برخه كې مرستو ته هر وخت تيار دى.
په دغه كتنه كې د سولې د خبرو د پرمختګ، د افغانستان، هند او ايران تر منځ د درې اړخيزې همكارۍ او د چابهار بندر د سيمه ييزو فرصتونو، پر وړاندې يې پرتو خنډونو باندې هم بحث وشو.
د دې كتنې په پاى كې د هند او افغانستان تر منځ د سياسي ويزو د ختمولو تړون هم د دواړو هېوادونو د سفيرانو لخوا لاسليك شو.
د دې تړون له مخې د دواړو هېوادونو هغه وګړي چې سياسي پاسپورټونه ولري، د دې اړتيا نه لري چې ويزه هم واخلي، بلكې ازادانه له يو هېواده بل ته سفر كولى شي.


