په ننګرهار کې له ۱۵۱ داخلي بې ځایه شويو کډوالو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرستې نن د کډوالو چارو ریاست کې پر یو شمیر بې ځایه شوو کډوالو وویشل شوې.
د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مرستیال ولي محمد الله یار وویل، دغه کډوال چې له اچین او هسکې مېنې ولسوالیو څخه را کډه شوي، اوس مهال د جلال اباد ښار په بیلا بیلو سیمو کې میشت دي. په ننګرهار کې له ۱۵۱ داخلي بې ځایه شويو کډوالو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرستې نن د کډوالو چارو ریاست کې پر یو شمیر بې ځایه شوو کډوالو وویشل شوې.
د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مرستیال ولي محمد الله یار وویل، دغه کډوال چې له اچین او هسکې مېنې ولسوالیو څخه را کډه شوي، اوس مهال د جلال اباد ښار په بیلا بیلو سیمو کې میشت دي.
نوموړی وایي، په دغو مرسته شوو توکو کې غوړي، اوړه، مالګه او ترڅنګ یې د پخلنځي یو شمیر وسایل شامل دي.
دا په داسې حال كې ده چې په ننګرهار کې په زرګونه داخلي بې ځایه شوي کډوال د خپلو سيمو له ناامنیو جلال اباد ښار او ورسره نږدې ولسوالیو كې ميشت شوي دي.
د دوى له ډلې اكثره يې د سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاو له نشتوالي شکایت کوي.


