ads

له ښځو سره د مرستو موسسې، د نيمې لارې ملګرې

په کندهار کي د مؤسساتو په کمېدو سره د ښځو لپاره مرستندویه فعالیتونه هم کم شوي چې له كبله يې د دوى د ژوند سطحه په ځانګړې توګه ولسواليو كې اندېښمنوونكي حد ته راټيټه شوې ده.كتونكي او د كليد ګروپ څېړنې دا ښيي چې د مرستندويه فعاليتونو له په ټپه درېدو سره سم  په کندهار […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1394
له ښځو سره د مرستو موسسې، د نيمې لارې ملګرې

په کندهار کي د مؤسساتو په کمېدو سره د ښځو لپاره مرستندویه فعالیتونه هم کم شوي چې له كبله يې د دوى د ژوند سطحه په ځانګړې توګه ولسواليو كې اندېښمنوونكي حد ته راټيټه شوې ده.
كتونكي او د كليد ګروپ څېړنې دا ښيي چې د مرستندويه فعاليتونو له په ټپه درېدو سره سم  په کندهار کې د ښځو ژوند په حقوقي مسايلو، اقتصاد او نورو ګڼو اړخونو كې اغېزمن شوى دى.
د ښځينه چارو فعالان وايي، په کندهار کې ځينو موسسو د ښځو د  اقتصاد جوړونې په برخه يا د هغوى د نورو ستونزو د حل په برخه كې يو شمېر کارونه وکړل، خو اساسي نه وو او کله چې دغه موسسې وتړل شوې، نو د ښځو اساسي ستونزې لا هم پر ځای پاته شوې. په کندهار کي د مؤسساتو په کمېدو سره د ښځو لپاره مرستندویه فعالیتونه هم کم شوي چې له كبله يې د دوى د ژوند سطحه په ځانګړې توګه ولسواليو كې اندېښمنوونكي حد ته راټيټه شوې ده.
كتونكي او د كليد ګروپ څېړنې دا ښيي چې د مرستندويه فعاليتونو له په ټپه درېدو سره سم  په کندهار کې د ښځو ژوند په حقوقي مسايلو، اقتصاد او نورو ګڼو اړخونو كې اغېزمن شوى دى.
د ښځينه چارو فعالان وايي، په کندهار کې ځينو موسسو د ښځو د  اقتصاد جوړونې په برخه يا د هغوى د نورو ستونزو د حل په برخه كې يو شمېر کارونه وکړل، خو اساسي نه وو او کله چې دغه موسسې وتړل شوې، نو د ښځو اساسي ستونزې لا هم پر ځای پاته شوې.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو استازې بي بي حمیده یوسفي چې د ژمنۍ رخصتۍ پر مهال کندهار ته راغلې ده، غواړي چي دلته د ښار او ولسواليو د ښځو ستونزې و ارزوي.
هغې له کليد سره په مرکه کي وويل، په کندهار کې د ښځو حقوقي او اقتصادي وضعيت لا هم ډېر خراب دی او د بهرنيو مرستو په بندېدو سره دغه حالت هره ورځ د خرابېدو خوا ته روان دی: ((اوس مهال په کندهار کي د ښځو وضعیت خورا د اندیښني وړ دی په خاص ډول په ولسوالیو کې، هلته چې ښځې ناروغه شي ډاکټر ته يي نه بیايي، تعلیم نشته، هغو نجونو چې تر اتم یا نهم ټولګي پورې زده کړې کړي وي بیا په جبري ډول واده شوې دي.))
د كندهار يوه مدني فعاله او د  افغان ښځو د شبكې مشره هما صالحي هم وايي دغلته د مرستندويه موسسو د فعاليتونو په كمېدو سره اتومات د ښځو اقتصادي وضعه تر پخوا څو چنده خرابه شوې ده.
د هغې په خبره، مخکې به ښځو ته د کورنیو تولیداتو لکه مربا، اچار، خیاطۍ او نورو لاسي صنايعو او حرفو په برخه کې زده کړې ورکول کېدې، مګر اوس دا ټول کارونه په ټپه درېدلي دي: (( د دې حرفوي زده كړو په درېدو او له ښځو سره د نه مرستې له كبله د ښځو ژوند له ګواښ سره مخ شوى، دلته هېڅ موسسې اساسي كار ونه كړ چې ښځې د دايم لپاره له خپلو ستونزو سره پرې مبارزه وكړاى شي.))

خو د کندهار د ښځو چارو ریاست بيا وايي، نور بايد د بهرنيو مؤسسو مرستو ته و نه ګورو او خپله لاس په کار شو.
د ښځو چارو رئيسه رقيه اڅكزۍ کليد راډيو ته وايي، کندهارۍ مېرمنې بايد د خپل اقتصاد جوړولو او له حقوقي ستونزو سره د مبارزې لپاره بايد تر دې وروسته خپله کار وکړي: (( نور باید موږ د بهرنيو موسسو مرستو ته و نه ګورو او خپله لاس په کار شو. نور باید د موسسو او انجيوګانو په تمه پاته نه شو، موږ خپله هم ځېنې مسووليتونه لرو چې بايد ادا يې كړو، بايد خپلې خويندې مو دومره توانايي نوره ولري چې له ستونزو سره مقابله پرې وكړاى شي.))
د علم د سطحې ټيټوالی، اقتصادي ستونزې، بي کاري او له خپلو حقونو څخه ناخبري هغه ستونزې دي چي په کندهار کي يې د ښځو د ژوند سطحه ټيټه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA