د كاپيسا ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت د كوهستان په كاريزك سيمه كې يو زوى خپل پلار د ټوپك په ډزو ټپي كړى او خپله مېرنۍ مور يې وژلې ده.
د كاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي، د كاريزك د سيمې اوسېدونكي ملا ملنګ دوه مېرمنې درلودې چې د كورني تاوتريخوالي له كبله پخپله ملا ملنګ لومړى خپله مشره مېرمن او د هغې يو زوى په چره ييز ټوپك ويشتلي او ټپيان كړي دي. د كاپيسا ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت د كوهستان په كاريزك سيمه كې يو زوى خپل پلار د ټوپك په ډزو ټپي كړى او خپله مېرنۍ مور يې وژلې ده.
د كاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي، د كاريزك د سيمې اوسېدونكي ملا ملنګ دوه مېرمنې درلودې چې د كورني تاوتريخوالي له كبله پخپله ملا ملنګ لومړى خپله مشره مېرمن او د هغې يو زوى په چره ييز ټوپك ويشتلي او ټپيان كړي دي.
دى وايي، وروسته د مشرې مېرمنې زوى د كسات په ډول راپورته شوى او له خپل پلار سره يې مېرنۍ مور هم ويشتلې ده: (( لومړى كور كې تاوتريخوالى رامنځته كېږي، مېړه راځي په مشره مېرمن ډزې كوي، د مشرې مېرمنې يو زوى چې مازيګر څلور بجې كور ته راځي مور او ورور يې ټپيان ګوري، بېرته دا ځوان خپل پلار او مېرنۍ مور په ډزو ولي، په دې ترڅ كې پلار ټپي كېږي او ميرنۍ مور يې مړه مري، قاتل پوليسو نيولى او بندي دى.))
پېښه د كاپيسا د ښځو چارو رياست مسوولينو هم كليد ته تاييد كړه او ويلي يې دي، سږ كال په دغه ولايت كې په ګڼ شمېر مېرمنې د كورني تاوتريخوالي له كبله د كورنيو د غړو لخوا وژل شوې دي.
چارواكي وايي، د كورني تاوتريخوالي پېښې د كاپيسا د ناامنه سيمو په پرتله امن سيمو كې ډېرې رامنځته كېږي.


