د كليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د غور ولايت مسوولين وايي، په دغه ولايت كې يې د ۶۱ ميليونه او ۲۳۵ زره افغانيو په ارزښت ۵۲ پراختيايي او عام المنفعه پروژې بشپړې كړې.
كليد ته د ملي پيوستون د پروګرام له دفتره راستول شوې خبرپاڼه وايي، دا پروژې د غور په ساغر، چارسده، دولتيار او دولينه ولسواليو كې بشپړې شوي او ۶ زره كورنۍ به له دې وروسته ګټه ترې پورته كوي. د كليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د غور ولايت مسوولين وايي، په دغه ولايت كې يې د ۶۱ ميليونه او ۲۳۵ زره افغانيو په ارزښت ۵۲ پراختيايي او عام المنفعه پروژې بشپړې كړې.
كليد ته د ملي پيوستون د پروګرام له دفتره راستول شوې خبرپاڼه وايي، دا پروژې د غور په ساغر، چارسده، دولتيار او دولينه ولسواليو كې بشپړې شوي او ۶ زره كورنۍ به له دې وروسته ګټه ترې پورته كوي.
سرچينه وايي، دغه بشپړو شويو پروژو كې د زراعتي ځمكو د خړوب د سرچينو جوړول، محافظوي دېوالونه، د اوبو بندونه، د برېښنا كوچني بندونه، كانالونه، ټولنيز مركزونه، پلچكونه، د اوبو څاګانې، د صحي اوبو د شبكو غځول او پر سړكونو د جغل اندازۍ هغه شاملې وې.
سرچينه يادونه كوي چې د ملي پيوستون پروګرام تر دې دمه په غور ولايت كې د ۲ ميليارده افغانيو په ارزښت ټولګتې پروژې بشپړې كړې دي او خلك ګټه ترې اخلي.


