ټاکل شوې، چې سبا د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د هېواد په کچه د صنعتي توليداتو نندارتون جوړ شي.
چارواکي وایي، په دغه نندارتون کې به د ننګرهار په کچه د بیلابیلو صنعتکارانو لاسي صنايع او توليدات نندارې ته وړاندې شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، نن کلید ته وویل، په دغه نندارتون کې به د ننګرهار ټول صنایع نندارې ته د درې ورځو لپاره کیښودل شي. ټاکل شوې، چې سبا د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د هېواد په کچه د صنعتي توليداتو نندارتون جوړ شي.
چارواکي وایي، په دغه نندارتون کې به د ننګرهار په کچه د بیلابیلو صنعتکارانو لاسي صنايع او توليدات نندارې ته وړاندې شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، نن کلید ته وویل، په دغه نندارتون کې به د ننګرهار ټول صنایع نندارې ته د درې ورځو لپاره کیښودل شي.
نوموړی وایي، دوی هڅه کوي، چې په دغه درې ورځني نندارتون کې بیلا بیلو خلکو ته د ورتګ اسانتیاوې برابرې کړي: ((دغه نندارتون ته به لوړ پوړي مشران راشي، د ننګرهار ټول توليدات به ورته راوړل شي، سبا پيلېږي درې ورځې دوام كوي، لبنيات، د چرګوړو د فارمونو توليدات او ګڼ شمېر توليدات چې تر اوسه ولس ليدلي هم نه دي چې دا افغانستان كې كېږي، موخه ترې دا ده چې يو خوا خلك خبر شي او بازار موندنه هم ورته وشي.))
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې، دلته یې له دغه نندارتون نه د ولايت مقام موخه د ننګرهار د صنايعو او توليداتو په اړه د خلكو خبرول او هغو ته بازار موندنه ده.


