د ډايكنډي حكومتي چارواكي وايي، د دې ولايت له ۵۰ فيصدو زيات خلك د فقر تر كرښې لاندې ژوند تېروي او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د ډايكنډي د والي مرستيال حبيب الله رادمنش په دې اړه كليد ته وويل، د اقتصادي فقر له كبله د ډايكنډي خلك په يوه اوونۍ كې هم غوړ لرونكي خواړه نه شي كارولى، بلكې درې وخته له چايو او وچې ډوډۍ سره ګوزاره كوي: (( دلته غربت ډېر زيات دى، ولايتي اداره دغو خلكو ته ډېره اندېښمنه ده، دوى حتى چاى او ډوډۍ ځانته د غرمې، ماښام او سهار لپاره نه شي پيدا كولى.)) د ډايكنډي حكومتي چارواكي وايي، د دې ولايت له ۵۰ فيصدو زيات خلك د فقر تر كرښې لاندې ژوند تېروي او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د ډايكنډي د والي مرستيال حبيب الله رادمنش په دې اړه كليد ته وويل، د اقتصادي فقر له كبله د ډايكنډي خلك په يوه اوونۍ كې هم غوړ لرونكي خواړه نه شي كارولى، بلكې درې وخته له چايو او وچې ډوډۍ سره ګوزاره كوي: (( دلته غربت ډېر زيات دى، ولايتي اداره دغو خلكو ته ډېره اندېښمنه ده، دوى حتى چاى او ډوډۍ ځانته د غرمې، ماښام او سهار لپاره نه شي پيدا كولى.))
رادمنش وايي، د دې لوږې او فقر وجه دا ده چې په تېرو ۱۴ كلونو كې د ايساف د رغونې ټيمونه دغلته نه دي ور استول شوي او ځوانان د بې كارۍ له كبله اړ شوي چې د هېواد لويو ښارونو يا هم خارج ته وتښتي: (( ډايكنډي يو داسې ولايت دى چې دلته نه ايساف پاملرنه كړې نه هم دولت د دې ځاى د خلكو د ژوند د پرمختګ لپاره څه كړي.))
ډايكنډي ولايت په ۱۳۸۳ كې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د ځانګړي فرمان له مخې مستقل ولايت شو.
د واكسينو او كليو پراختيا ادارو د امارو له مخې دا ولايت ۸۰۰ سوه زره نفوس لري، د دې ځاى ۸۰ فيصده خلك په بزګرۍ او مالدارۍ بوخت دي، خو د زاراعتي او مالدارۍ د امكاناتو د نشتوالي له كبله يې خلك د ژوند په دې برخه كې هم له اندېښمنوونكي حالت سره مخ دي.


