ads

د كابل، دهمزنګ ځانمرګى بريد، لږ تر لږه ۱۰ مړه، ۲۰ ټپيان

دوهم تعقيب: په كابل دهمزنګ كې نن ماسپښين د شاوخوا يوې بجې او څلويښتو دقيقو چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.امنيتي چارواكو د پېښې په سيمه كې كليد ته ويلي، دا يو ځانمرګى بريد و، چې ځانمرګى پلى روان او د عامه نظم د پوليسو قومندانۍ مخې ته يې په […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1394
د كابل، دهمزنګ ځانمرګى بريد، لږ تر لږه ۱۰ مړه، ۲۰ ټپيان

دوهم تعقيب: په كابل دهمزنګ كې نن ماسپښين د شاوخوا يوې بجې او څلويښتو دقيقو چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنيتي چارواكو د پېښې په سيمه كې كليد ته ويلي، دا يو ځانمرګى بريد و، چې ځانمرګى پلى روان او د عامه نظم د پوليسو قومندانۍ مخې ته يې په ځان پورې تړليو چاودېدونكي توكي چوولي دي.

لومړني راپورونه داسې خپاره شوي چې په پېښه كې امنيتي كسانو ته تلفات نشته خو د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال محمد ايوب سالنګي په خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د بريد په پايله كې لس كسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
بايد وويل شي چې د پېښې په ځاى كې د ټرافيكو لوى رياست، د كابل ژوبڼ او د سرحدي پوليسو مركزي قومنداني پرته ده.
د دې بريد مسووليت تر اوسه كومې ډلې پر غاړه نه دى اخستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA