په خوست کې له پوهنتونونو فارغ محصلین هڅه کوي چې د لوړو زده کړو په دوام د ماسټرۍ پړاو هم ووهي او خپلې زده کړې جاري وساتي.
که څه هم په خوست کې تر دې دمه کومه علمي اکاډمي د ماسټرۍ پروګرام نه لري خو لوستي ځوانان هڅه کوي چې په دولتي یا شخصي ډول په نورو هېوادونو کې ماسټري سند لپاره هلې ځلې وكړي.
د ماسټرۍ پروګرام د ترسره کولو په موخه د یو لړ لومړنیو کارونو ترسره کېدل اړین بلل کیږي چې باید د ماسټرۍ د پروګرام له ترسره کولو مخکې په پام كې ونيول شي. په خوست کې له پوهنتونونو فارغ محصلین هڅه کوي چې د لوړو زده کړو په دوام د ماسټرۍ پړاو هم ووهي او خپلې زده کړې جاري وساتي.
که څه هم په خوست کې تر دې دمه کومه علمي اکاډمي د ماسټرۍ پروګرام نه لري خو لوستي ځوانان هڅه کوي چې په دولتي یا شخصي ډول په نورو هېوادونو کې ماسټري سند لپاره هلې ځلې وكړي.
د ماسټرۍ پروګرام د ترسره کولو په موخه د یو لړ لومړنیو کارونو ترسره کېدل اړین بلل کیږي چې باید د ماسټرۍ د پروګرام له ترسره کولو مخکې په پام كې ونيول شي.
په همدې موخه د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد حضرت بهار چې په جاپان كې يې د ماسټرۍ تر كچې زده كړې كړي، ځوانانو ته د ماسټرۍ ترلاسه كولو لپاره د لارښوونې او معلوماتو پروګرامونه جوړ كړي دي.
هغه د دې لړۍ په لومړي پروګرام کې چې د یکشنبې په ورځ د خوست په لینکن ښوونيز مرکز کې جوړ شوی و یو شمېر ځوانانو ته لومړني معلومات وړاندې کړل.
نوموړی وایي: ((ډیری ځوانان لیوالتیا لري چې له پوهنتون وروسته ماسټري هم ترسره کړي خو ستونزه دا ده چې دوی په دې برخه کې لومړني معلومات نلري.))
د ده په خبره، د دوی همدا نیمګړي معلومات یې د ماسټرې له پروګرامه د پاتې کیدو لامل كېږي او دى يې هم اړ كړ چې په دې برخه كې پروګرامونه پيل كړي: (( ان شاالله پلان لرم چې له پوهنتون څخه فارغو ځوانانو سره ګټورې مشورې شریکې کړم او د پروګرامونو دا لړۍ دوامداره وساتم.))
د شیخ زاید پوهنتون استاد فاروق جان منګل چې په یاد پروګرام کې یې برخه اخیستي، دې ځاى كې وړاندې كېدونكي معلومات مهم بولي او وايي، په دې پروګرامونو كې ګډون د هر هغه ځوان لپاره ګټور دي چې غواړي خپل راتلونكى په دوكتورا او ماسټرۍ ښكلى كړي: (( د هر لوستي ځوان لپاره چې له پوهنتون څخه فارغ وي د ماسټړۍ او دوکتورا سندونو ترلاسه کول ډیر مهم دي، ځوانان باید یوازې د پوهنتون د لیسانس په سند بسنه ونه کړي.))
هغه غوښتنه کوي چې ورته معلوماتي پروګرامونه دې نور هم ډېر شي او په دې برخه کې دې د لوستو ځوانانو شته ستونزې اوارې شي.
د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي تازه فارغ شوی ځوان رفیق جنبش وایي، په یاد پروګرام کې یې دا زده کړل چې څه ډول د ماسټرې پروګرام لپاره چمتووالی ونیسي: (( دا پروګرام خو ګټور ځکه و چې ما وړاندې په دې برخه کې معلومات نه لرل خو اوس مې د ماسټرۍ لپاره د چمتووالي ټولې لارې چارې زده کړې.))
د ده په خبره د لوړو زده کړو د نوي قانون پر اساس هغه څوک چې په پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کوي باید ماسټر وي، نو په وينا يې ځكه دى هم د ماسټرۍ او دوكتورا تر كچې زده كړې وكړي.
خوست کې په داسې حال کې د ماسټرۍ پروګرام په اړه ځوانانو ته معلومات ورکول کېږي چې تر دې وړاندې یو شمیر ځوانان په اړونده برخه کې د معلوماتو د کموالي له مخې له ماسټرې پروګرامه پاتې شوي او یا هم بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.


