د خوست ښار لویدیځ خوا کې د دوه منده ولسوالۍ ښوونیز بهیر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د شمال دوه منده ولسوالي د خوست ښار په لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې کمه هواره ځمکه لري او پاتې ډېره برخه یې غرنۍ ده.
د دغې ولسوالۍ خلک همدا راز د ښوونې او روزنې مسوولین په یو غږ وایي، چې د ولسوالۍ معارف یې له هرې خوا ګڼې ستونزې لري او حکومت یې بايد غم وخوري، ځکه د ځوانانو او ماشومانو راتلونکی یې له ګواښ سره مخامخ دی.
د خوست شمال كې د پرتې دغې دوه منده ولسوالۍ زیاتره خلک بې سواده دي خو له زده کړو سره د بې سارې مینې له امله زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته لیږي. د خوست ښار لویدیځ خوا کې د دوه منده ولسوالۍ ښوونیز بهیر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د شمال دوه منده ولسوالي د خوست ښار په لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې کمه هواره ځمکه لري او پاتې ډېره برخه یې غرنۍ ده.
د دغې ولسوالۍ خلک همدا راز د ښوونې او روزنې مسوولین په یو غږ وایي، چې د ولسوالۍ معارف یې له هرې خوا ګڼې ستونزې لري او حکومت یې بايد غم وخوري، ځکه د ځوانانو او ماشومانو راتلونکی یې له ګواښ سره مخامخ دی.
د خوست شمال كې د پرتې دغې دوه منده ولسوالۍ زیاتره خلک بې سواده دي خو له زده کړو سره د بې سارې مینې له امله زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته لیږي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، سره له دې چې ولسوالي یې د تېر په پرتله امن شوې خو بیا یې هم د ځایي ولايتي ادارې لخوا د معارف برخې ته پاملرنه په نشت حساب ده.
خان کامران د دې ولسوالۍ اوسېدونكى او د پوهنې په برخه كې ګيله من وګړى دى، هغه شكايت كوي چې نه خو كافي ښوونځي لري نه هم كافي امكانات: (( نه پروخت د دغې ولسوالۍ زده کوونکو ته کتابونه رسیږي، نه دوی ته د ښوونې او روزنې برخه کې نوره اسانتیاوې برابرې شوي، نه د زده كوونكو لپاره سرپنا لرو، دغو ستونزې زما په نظر زموږ د معارف د پرمختګ پر وړاندې لویې ننګونې جوړې کړې دي.))
زه اوس د دوه منده ولسوالۍ په زميڅې دره كې يم، دا دره په خلكو ودانه ده، لسګونه زره خلک په کې اوسیږي او له همدې درې زرګونه ماشومان د زده کړو کولو په هیله کېلوومترونه مزلونه كوي.
ماشومان يې په زده كړو پسې هر لرې ځاى ته د سفر هوډ لري، مشران یې بيا له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د دوى د تنکیو ماشومانو لپاره دې په یاده سیمه کې یو ښوونځی جوړ کړې.
حاجي میرزعلي خان همدا خبره كوي: ((زموږ د زمیڅې په نوم دره د دوه منده ولسوالۍ په سیدخیلو سیمه کې موقعیت لري، دغه دره کې شا وخوا تر ۲۵ زرو پورې نفوس شته، چې ۵ زره ماشومان او ځوانان ترې ښوونځیو ته ځي، خو ښوونځى زموږ له سیمې نه ۱۵ کیلومتره لرې دى. دغه ولسوالي غرنۍ ده، په ژمي یا د بارانونو پر مهال مو زده کوونکي ښوونځیو ته په اسانۍ سره تګ نه شې کولای.))
د سیمې بل قومي مشر ګل رحمن کلید ته وویل، د دوى غوښتنه له حكومت څخه دا ده چې ټوله ولسوالۍ کې دې ورته په ښوونځيو كې وړ ښوونکي په دندو وګمارل شي، تر څو د زده کوونکو ظرفیت ورسره لوړ شي: ((زموږ سیمه کې زده کوونکي درسونو او ښوونځیو ته ځي خو د درس کیفیت خراب دی نو په کار ده، چې مسلکي ښوونکي په دندو وګمارل شې.))
دوه منده ولسوالۍ غریزه ده، له یوې سیمې پکې بلې ته تګ مشکل دی نو همدې ستونزو ته په کتو په دغه ولسوالۍ کې ښوونځي له یو او بل نه په واټن کې پراته دي.
د دوه منده د پوهنې د بهير کارکوونکي په دغه ولسوالۍ کې د زیاتو ښوونځیو د جوړولو اړتیا وینيؤ خو په همدې ولسوالۍ كې د معارف برخې مشر ظاهر شاه وایي، دوی د ښوونکو د تشکیل په برخه کې ستره ستونزه لري.
نوموړي وویل، ټوله ولسوالي یې شپږ ښوونځي لري، چې په دغو ښوونځیو کې هم دوه یې نیمګړې ودانۍ او پاتې څلور یې هیڅ ډول سرپناه نه لري.
ظاهر شاه وايي، د دوه منده ولسوالۍ اړوند په سیدخیلو کې یو ښوونځی چې سلګونه زده کوونکي په کې زده کړې کوي د سیمې د خلکو په مرسته په یو کوچني کور كې فعالیت لري او بايد لوړ مقامت يوه اساسي وداني ورته جوړه كړي: ((په سید خیلو سیمه کې موږ یو ښوونځی لرو چې اته سوه زده کوونکي په کې درسونه لولي خو هیڅ ودانۍ نشته، د سیمې خلک چې له معارف سره بې کچې مینه لري د کلي یو کور یې ورته برابر کړی، چې په هغه کې چارې مخ ته بیایو خو دغه معیاري حالت نه دی او باید یوه ودانۍ جوړه شې.))
ده همداشان وویل، چې د مسلکي ښوونکو برخه کې هم ستونزه لري او په مجموع کې په دوه منده کې د زیاتو ښوونکيو ګمارلو ته اړتیا لیدل کیږي.
د خوست د پوهنې رئیس وایي، دوی په ټول خوست کې د ښوونځیو لپاره کافي ودانۍ نه لري او د دغه موخې د ترلاسه کولو په خاطر یې هڅې پيل کړې دي.
د خوست د پوهنې رئیس انجینر بخت نور بختیار وویل، د ۹۵ کال لپاره یې له وزرات سره د ښوونکو د تشکیل او په نورو برخو کې شته ستونزې شریکې کړې دي.
بختيار هیله وښوده، چې راتلونکی کال به د خوست د معارف په برخه کې ځینې شته خنډونه یو څه له منځه یوسې: (( راروان کال لپاره مو له خپل وزارت سره هر ډول ستونزې شریکې کړې دي، کله چې وزارت امکانات په لاس راکړي نو موږ به هم لومړی هغه ښوونځي او زده کوونکي چې له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي لومړیتوب ورکړو.))
خوست کې دا وخت شا وخوا درې ميليونه او دېرش زره زده کوونکي ښوونځیو ته ځي خو تر ټولو لوړه ستونزه یې د ښوونکو کموالی او د سرپناه نشتوالی دى.


