ads

كندهار كې ۷۰ تنه د معتادينو د مركز له حرفوي زده كړو فارغ شول

په كندهار كې د معتادينو د درملنې په يو مركز كې ۷۰ تنه تر تداوۍ لاندې معتادين د حرفوي زده كړو له كورس څخه فارغ شول.دا مركز چې د كندهار په ډنډ ولسوالۍ كې د همدې ولايت د امنيه قومندانۍ لخوا جوړ شوى دى، په سلګونه معتاد ځوانان يې د نشو له بلا خلاص كړي […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
كندهار كې ۷۰ تنه د معتادينو د مركز له حرفوي زده كړو فارغ شول

په كندهار كې د معتادينو د درملنې په يو مركز كې ۷۰ تنه تر تداوۍ لاندې معتادين د حرفوي زده كړو له كورس څخه فارغ شول.
دا مركز چې د كندهار په ډنډ ولسوالۍ كې د همدې ولايت د امنيه قومندانۍ لخوا جوړ شوى دى، په سلګونه معتاد ځوانان يې د نشو له بلا خلاص كړي او ګڼې حرفې په كې ور ښودل شوې دي.
د دې مركز مسوولين وايي، دا اويا تنه فارغان چې پخوا په هيروينو او ترياكو معتادان وو، پرون روغ جوړ خپلو كورونو ته ستانه شول.

د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مديريت د كشف امر څارن محمد اسماعيل غوثي وايي، د دغو اويا معتادينو درملنه په دريو مياشتو كې شوې او د درملنې د پروسې پر مهال خياطي او غالۍ اوبدنه هم ورزده شوې ده: (( د دوى صحت اوس روغ دى، موږ دوى ته دوه كسبونه ورزده كړل، درملنه يې روغتيا رياست ترسره كړې او لګښت يې د امنيه قومندان لخوا وركول كېږي، په هڅه كې يوو چې د ښار ټول معتادين دې دې مركز ته راټول كړو.))
خو په ياد مركز كې د معتادينو د درملنې يو ډاكټر وايي، معتادين بايد تر اتلس مياشتو پورې تر درملنې او څار لاندې وساتل شي.
د ده په خبره اوسنۍ درې مياشتنۍ درملنه د معتادينو لپاره كفايت نه كوي بلكې خطر شته چې دوى بيا د نشې ناوړه عمل ته مخه كړي: (( دلته په معتاد ۹۰ ورځې تېروي، دا درملنه هم كافي او هم ناكافي ده، معتاد ته ۱۸ مياشتې درملنه وركول شي، شايد دا درملنه په كور كې هم وي، ده ته بايد مصروفيت پيدا شي او كورنۍ يې بايد پاملرنه ورته وكړي.))
په دغو اويا تنو كې داسې كسان هم وو چې ځينې يې په ښوونځيو كې ښوونكي او ځينې يې له دولسم ټولګي څخه فارغ وو، خو كرار كرار له كوچنيو نشو څخه په لويو هغو روږدي شول.
دوى وويل، بيه به نشه يي توكو ته نه نږدې كېږي او پر ملي سوداګرو يې غږ وكړ چې د دغه مركز په تقويه كې او معتادينو ته د  د درملنې د امكاناتو په برابرولو كې مرسته وكړي.
نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی، بې کاري او د کورنیو نه پاملرنه هغه علتونه دي، چې په کندهار کې  ځوانان د لويو نشو پر اعتياد اخته كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA