د کندهار ښار د خوجک بابا په سیمه کي د یو ماین چاودنې له امله د ماین خښوونکو په ګډون دريو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، نن غرمه مهال دوو ماین خښوونکو غوښتل چي د خوجک بابا په سیمه کي ماین ځای پر ځای کړي، خو بېرته د خپل ماین ښکار شوي دي.
درانی وايي، د چاودنې له امله دواړه ماین خښوونکي وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.
تر اوسه د دې پیښې په اړه د دولت وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي. د کندهار ښار د خوجک بابا په سیمه کي د یو ماین چاودنې له امله د ماین خښوونکو په ګډون دريو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، نن غرمه مهال دوو ماین خښوونکو غوښتل چي د خوجک بابا په سیمه کي ماین ځای پر ځای کړي، خو بېرته د خپل ماین ښکار شوي دي.
درانی وايي، د چاودنې له امله دواړه ماین خښوونکي وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.
تر اوسه د دې پیښې په اړه د دولت وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي او تر اوسه څو د غلچکيو بریدونو تر څنګ وسله والې حملې هم شوې دي.


