د غزني د ملكي روغتون له نسايي ولادي څانګې څخه يو ماشوم تر زېږېدنې ايله لس دقيقې وروسته لادركه شوى دى.
د ورک شوي ماشوم خپلوانو کلید ته وویل، دوی د جغتو ولسوالۍ له نودي کلي څخه تېره ورځ یوه ولادي ناروغه د غزني ملکي روغتون ته راوستې وه، چي په وینا یې له ولادت څخه وروسته یې د لسو دقیقو په تېرېدو ماشوم لادرکه شوی دی.
دوی وویل، دغه پیښه تېره ورځ لس بجې رامنځته شوې ده، خو پوليسو تر اوسه پورې ورك شوى ماشوم نه دى ور پېدا كړى. د غزني د ملكي روغتون له نسايي ولادي څانګې څخه يو ماشوم تر زېږېدنې ايله لس دقيقې وروسته لادركه شوى دى.
د ورک شوي ماشوم خپلوانو کلید ته وویل، دوی د جغتو ولسوالۍ له نودي کلي څخه تېره ورځ یوه ولادي ناروغه د غزني ملکي روغتون ته راوستې وه، چي په وینا یې له ولادت څخه وروسته یې د لسو دقیقو په تېرېدو ماشوم لادرکه شوی دی.
دوی وویل، دغه پیښه تېره ورځ لس بجې رامنځته شوې ده، خو پوليسو تر اوسه پورې ورك شوى ماشوم نه دى ور پېدا كړى.
د یاد ماشوم نیکه په روغتون کي د خپل نوي زیږیدلي لمسي ورکېدل حیرانوونکي بولي او وایې، دغه پیښه یې د کورنۍ لپاره شرموونکې ده، ځكه نو دوی نه شي کولای له ماشومه پرته خپلي سیمي ته لاړ شي: (( هلته د خلكو بېلا بېلې پوښتنې په ذهن كې راګرځي، خلك خبرې راپسې كوي، شرمېږو.))
د ورک شوي ماشوم خپلوانو ګوت څنډنه وکړه، چې که یې ماشوم ژر تر ژره پیدا او دوی ته و نه سپارل شي، نو په لاریون به لاس پورې كړي او د ملکي روغتون دروازه به وتړي.
هڅه مو وکړه، په دې اړه د ملکي روغتون د چارواکو او یا هم د نسایې – ولادي څانګې د مسئولینو نظر واخلو، خو د هغوی له داسې چلند سره مخ شوو چې نږدې و جنګ وكړي.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي د دې ولایت په ملکي روغتون کې د یوه نوي زیږیدلي ماشوم ورکیدل تائیدوي،خو وایي په اړه د دوی پلټني روانې دي.


