د رسنیو په وړاندې د امنیتي اندېښنو او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره، په لویه کچه د امنيتي تدابیرو خپلول یوه جدي اړتیا ده. د امنیتي ستونزو په موجودیت کې د رسنیو د چارو ښه تنظیم او د بیان د آزادۍ لا ډاډمنېدل د حکومت ملاتړ او خپله د رسنیو د تدبیر غوښتنه کوي.
په تېرو څوارلسو کلونو کې، سره له يو شمېر امنيتي ګواښونو او محدودیتونو، افغان رسنیو د بیان د آزادۍ تر سیوري لاندې موثر فعالیتونه تر سره کړي او د ډموکراسۍ د بنسټيز کېدو سبب شوې دي. په دغو کلونو کې يو زیات شمېر خبریالان په جګړو کې د ښکېلو غاړو له خوا یا وژل شوي، ټپيان شوي او یا هم په بند کې نیول شوي دي. سره له دې چې دغه موارد امنيتي اندېښنې بلل کېږي، خوهیڅکله هم د حقیقت او اطلاع رسولو په برخه کې د رسنیو په وړاندې د خنډ په رامنځته کولو تمام شوي نه دي. د رسنیو په وړاندې د امنیتي اندېښنو او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره، په لویه کچه د امنيتي تدابیرو خپلول یوه جدي اړتیا ده. د امنیتي ستونزو په موجودیت کې د رسنیو د چارو ښه تنظیم او د بیان د آزادۍ لا ډاډمنېدل د حکومت ملاتړ او خپله د رسنیو د تدبیر غوښتنه کوي.
په تېرو څوارلسو کلونو کې، سره له يو شمېر امنيتي ګواښونو او محدودیتونو، افغان رسنیو د بیان د آزادۍ تر سیوري لاندې موثر فعالیتونه تر سره کړي او د ډموکراسۍ د بنسټيز کېدو سبب شوې دي. په دغو کلونو کې يو زیات شمېر خبریالان په جګړو کې د ښکېلو غاړو له خوا یا وژل شوي، ټپيان شوي او یا هم په بند کې نیول شوي دي. سره له دې چې دغه موارد امنيتي اندېښنې بلل کېږي، خوهیڅکله هم د حقیقت او اطلاع رسولو په برخه کې د رسنیو په وړاندې د خنډ په رامنځته کولو تمام شوي نه دي.
په دې وروستیو او تېره په کابل کې د موبي ګروپ پر کارکوونکوخونړی برید د رسنیو په وړاندې امنيتي اندېښنې زیاتې کړې او یو شمېر رسنیز بنسټونه يې دې پايلې ته رسولي چې حکومت باید د رسنیو او خبریالانو د امنيتي خوندیتوب لپاره په لویه کچه لاس په کار شي.
د افغانستان د راډیو او ټلويزیونونو اتحاديې له حکومت نه غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو د امنيتي خوندیتوب په خاطر یو ځانګړی امنيتي بنسټ رامنځته کړي.
دغې اتحاديې، چې سل راډیويي او ټلويزيوني شبکې په کې غړيتوب لري، تېره دوشنبه په یوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې حکومت باید په هیواد کې د رسنیو د فعالیتونو د تنظیم لپاره ځانګړې پاملرنه ولري. په تېرو څوارلسو کلونو کې رسنیو په هیواد کې ګټور او اغېزښندونکې هڅې کړې دي او د ډموکراسۍ په بنسټيزه کېدو کې يې اساسي نقش لوبولی دی.
د دې اتحاديې اجرايي رییس احمد کميل له حکومت نه وغوښتل چې د رسنیو د کارکوونکو د امنيت ټينګولو لپاره له پولیسو او یا هم ملي امنيت نه یو ځانګړی بنسټ جوړ شي. ځکه د نوموړي په باور په هيواد کې د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو په نښه کول د سیاسي نظام د نښه کولو په معنی دی.
له رسنیو نه د حکومت د ملاتړ غوښتنه په ځای ده، خو ورسره د رسنیو د کارکوونکو د امنیت د خوندي کولو لپاره پخپله د رسنیو تدبیر هم باید له پامه ونه غورځول شي. رسنۍ باید د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ پر هغو لارو چارو ډېر غور وکړي چې د ګواښونو او خطرونو د کمولو په برخه کې موثر تمامېږي. دا هغه تدبیر کېدای شي چې د حکومت د امنیتي ملاتړ ترڅنګ د رسنیو کارکوونکو ته د امنيتي خوندیتوب ډاډ ورکوي.
د رسنیو او کارکوونکو ترمنځ پوره او هراړخیزه همغږي او په اوچته کچه د دې همغږۍ رامنځته کول، د امنیتي خوندیتوب فضا پخپله رامنځته کوي، په دې برخه کې د امنیتي ادارو نظر غوښتنه لا ډېره اغېزناکه ثابتېدای شي. که په تېرو څو کلونو کې دا ډول یوه همغږي موجوده وای او حکومت د رسنیو د ملاتړ لپاره په امنيتي برخو کې خپل نظر له رسنیو سره شریک کړی وای، تر ډېره بریده به د یو شمېر هغو پېښو مخه نیول کېده، چې د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره ګواښوونکي تمام شوي دي.


