ads

د ټرانسپورټ وزير د ننګرهار د ټرانسپورټي ستونزو د حل ژمنه كړې

د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له ټرانسپورټي ادارو سره ژمنه کړې، چې ستونزې به يې حل کړي.د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر له لورې کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته  په سفر كې د والي په ګډون […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د ټرانسپورټ وزير د ننګرهار د ټرانسپورټي ستونزو د حل ژمنه كړې

د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له ټرانسپورټي ادارو سره ژمنه کړې، چې ستونزې به يې حل کړي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر له لورې کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته  په سفر كې د والي په ګډون د ټرانسپورټ رييس او د ټرانسپورټي اتحاديو له مسولينو سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ټرانسپورت وزير محمد الله بتاش اعتراف وکړ،چې تر دې دمه د موټرو له مسؤلينو څخه پيسې راټولې شوي خو دوي ته هغه ډول چې لازمه ده، سهولتونه، ندي برابر شوي او ډاډ يې ورکړ،چې په دغه برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي . د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له ټرانسپورټي ادارو سره ژمنه کړې، چې ستونزې به يې حل کړي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر له لورې کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد الله بتاش ننګرهار ولايت ته  په سفر كې د والي په ګډون د ټرانسپورټ رييس او د ټرانسپورټي اتحاديو له مسولينو سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ټرانسپورت وزير محمد الله بتاش اعتراف وکړ،چې تر دې دمه د موټرو له مسؤلينو څخه پيسې راټولې شوي خو دوي ته هغه ډول چې لازمه ده، سهولتونه، ندي برابر شوي او ډاډ يې ورکړ،چې په دغه برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي .
د ټرانسپورټي اتحاديو مسؤلينو د خپلو ستونزو د شريکولو پر مهال وويل په تورخم کې د مسافرينو د موټرو په موخه د يوه لوي ترمينل د جوړېدو غوښتنه وکړه او همدا راز يې هغه شخصي موټرونو ته چې په اتحاديو کې شامل دي،د ټيکسي پليټ د ورکړې غوښتنه وکړه.
د ټرانسپورت وزير وويل، که ولايتي اداره دوي ته ځمکه په واک کې ورکړي، د تورخم ترڅنګ به په دغه ولايت کې درې نور ترمينلونه هم جوړ کړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA