ads

د ميدان وردګو د پېښې له قرباني كورنيو سره مرسته وشوه

د ميدان وردګو والي، د جمهور رئيس په امر د سيدا اباد ولسوالۍ د اوتړيو كلي د وژل شويو كسانو په كورنيو نغدي مرستې وويشلې.د ليندۍ د مياشتې په ۱۳مه د اوتړيو كلي پر يو جومات د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د دې كلي نهه ماشومان ووژل شول.د ميدان وردګو […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د ميدان وردګو د پېښې له قرباني كورنيو سره مرسته وشوه

د ميدان وردګو والي، د جمهور رئيس په امر د سيدا اباد ولسوالۍ د اوتړيو كلي د وژل شويو كسانو په كورنيو نغدي مرستې وويشلې.
د ليندۍ د مياشتې په ۱۳مه د اوتړيو كلي پر يو جومات د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د دې كلي نهه ماشومان ووژل شول.
د ميدان وردګو د والي له دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، پرون د دغو قربانيانو كورنيو ته سل سل زره افغانۍ وركړل شوې او ډاډ وركړل شو چې د پېښې عاملين به د محاكمې له منګولو خوشې نه شي. د ميدان وردګو والي، د جمهور رئيس په امر د سيدا اباد ولسوالۍ د اوتړيو كلي د وژل شويو كسانو په كورنيو نغدي مرستې وويشلې.
د ليندۍ د مياشتې په ۱۳مه د اوتړيو كلي پر يو جومات د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د دې كلي نهه ماشومان ووژل شول.
د ميدان وردګو د والي له دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، پرون د دغو قربانيانو كورنيو ته سل سل زره افغانۍ وركړل شوې او ډاډ وركړل شو چې د پېښې عاملين به د محاكمې له منګولو خوشې نه شي.
قرباني كورنيو ته د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وويل، حكومت له ځايي خلكو سره پر كړيو ژمنو ولاړ دى او ده وړمه ورځ پخپله له جمهور رئيس سره په يو ټليفوني تماس كې دا مسئله شريكه كړې ده: ((  ولسمشر اړونده مسوولینو ته جدي لارښوونه کړې ، څو د محاکمې بهیر لپاره اجرات وکړي.))
دغه راز له کابله د راغلی پلاوي مشر د سیمه يیزو ارګانونو او د ولایتي چارو د انسجام رئیس  ښاغلي شکرالله عاطف مشعل وویل، جمهور رئيس محمد اشرف غني د قربانيانو له کورنیو سره  د مرستې ترڅنګ ټینګار کړی، څو د پیښې د نیول شویو عاملینو محاکمه هم په عادلانه ډول ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA