ads

د دهراود لسګونه پوليسو له خپل قومندان سره د اختلاف له كبله پوستې خوشې كړي

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه پوليسو له امنيه قوماندان سره د اختلافاتو له امله خپلې پوستې پرې ايښې دي.د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وويل، دغه پوليس چې شمېر يې شاوخوا ٦٠ تنه دی، تیره ورځ د ولايت مرکز ترينکوټ ته له خپل قومندان څخه خپه راغلي دي.د دهراوود ولسوال امين الله […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د دهراود لسګونه پوليسو له خپل قومندان سره د اختلاف له كبله پوستې خوشې كړي

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه پوليسو له امنيه قوماندان سره د اختلافاتو له امله خپلې پوستې پرې ايښې دي.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وويل، دغه پوليس چې شمېر يې شاوخوا ٦٠ تنه دی، تیره ورځ د ولايت مرکز ترينکوټ ته له خپل قومندان څخه خپه راغلي دي.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي وويل چې د زرتالې سيمې د اوو پوستو پوليس له خپلو وسلو او موټرو سره د ولايت مرکز ته تللي او سیمه یې پرې ایښې ده. د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه پوليسو له امنيه قوماندان سره د اختلافاتو له امله خپلې پوستې پرې ايښې دي.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وويل، دغه پوليس چې شمېر يې شاوخوا ٦٠ تنه دی، تیره ورځ د ولايت مرکز ترينکوټ ته له خپل قومندان څخه خپه راغلي دي.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي وويل چې د زرتالې سيمې د اوو پوستو پوليس له خپلو وسلو او موټرو سره د ولايت مرکز ته تللي او سیمه یې پرې ایښې ده.
نوموړي د یادو پولیسو شمېره په ګوته نه کړه، خو د دهراود امنيه قوماندان حاجي نيازمحمد چې دوه  ورځې مخکې يې دنده پيل کړې وايي، چې شاوخوا ٦٠ پوليس له وسلو او رينجرو سره تښتېدلي او پوستو ته يې اور اچولى دى.
د هغه په وينا، دا معلومات نه لري چې دا پوليس چېرې تللي، خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA