ads

د بشر د حقونو خپلواك كمسيون: دولت د بشري حقونو په خونديتوب كې ناكام شوى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دولت د بشري حقونو پر وړاندې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.د یاد کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار نن له کلید سره په خبرو دا راز وویل، که څه هم ښوونې ته د لاسرسۍ، د بیان د آزادۍ او د زندانیانو حقونو […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د بشر د حقونو خپلواك كمسيون: دولت د بشري حقونو په خونديتوب كې ناكام شوى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دولت د بشري حقونو پر وړاندې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.
د یاد کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار نن له کلید سره په خبرو دا راز وویل، که څه هم ښوونې ته د لاسرسۍ، د بیان د آزادۍ او د زندانیانو حقونو په ښه کولو کې د دولت له خوا مثبت ګامونه پورته شوي، خو بیدار وايي لا هم د بشري حقونو ارزښتونه د ماتېدو په حال کې دي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دولت د بشري حقونو پر وړاندې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.
د یاد کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار نن له کلید سره په خبرو دا راز وویل، که څه هم ښوونې ته د لاسرسۍ، د بیان د آزادۍ او د زندانیانو حقونو په ښه کولو کې د دولت له خوا مثبت ګامونه پورته شوي، خو بیدار وايي لا هم د بشري حقونو ارزښتونه د ماتېدو په حال کې دي: (( د كال په لومړيو شپږو مياشتو كې ۱۹۰ دښځو قتلونه شوي، خو ۵۱ قضاياو كې مسببين د دې قتل نيول شوي، افراد بايد ونيول شي، درې محكمې پرې بايد دايرې شي، خو  دولت دلته بهانه كوي، چې عامل افراد داسې ځايونو ته تښتېدلي چې هلته امنيت نشته، هلته بايد دولت امنيت تامين كړي او دا ونيسي، د نوي حكومت لخوا په دې اړه ژمنې وركول شوي او بايد پوره شي.))
نوموړی همداشان وايي چې د دوی له خوا د بشري حقونو د ماتېدو د دوسیو او پیښو په څیړلو کې ورسره عدلي او قضايي ادارې هم لازمه مرسته نه کوي.
په عین حال کې د ښځو چارو فعاله ماریا دلیري هم له کلید سره په خبرو کې د بشري حقونو د تورنو، مجرمینو او ماتوونکو قانوني سزا نه ورکولو او له قانونه د هغوی تېښتې ته په اشارې سره وايې، دا چاره صحرايي محکمو او خپلسرو فیصلو ته لاره هواروي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو مدافعین له دولت په ځانګړې توګه د بشر د حقونو له خپلواک کمېسیون څخه د بشري حقونو په برخه کې د ملموس پرمختګ نه شتون څخه ګیله من دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA