ads

د بشرد حقونو خپلواك كمېسيون، د خاكسار وژنه د بيان پر ازادۍ بريد دى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ننګرهار د والي د فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون د همکار محمد زبیر خاکسار وژل كېدا غندلې او دا یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.دغه افغان خبریال د شنبې په شپه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مرموز ډول وژل […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د بشرد حقونو خپلواك كمېسيون، د خاكسار وژنه د بيان پر ازادۍ بريد دى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ننګرهار د والي د فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون د همکار محمد زبیر خاکسار وژل كېدا غندلې او دا یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.
دغه افغان خبریال د شنبې په شپه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په همدې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د یو ژورنالیست وژل کیدل، هغه که په هر نوم وي، یاد کمیسیون یې غندي او دا د هیواد له نافذه قوانیو سره په ټکر کې یوه جنايي کړنه ګڼي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ننګرهار د والي د فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون د همکار محمد زبیر خاکسار وژل كېدا غندلې او دا یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.
دغه افغان خبریال د شنبې په شپه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په همدې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د یو ژورنالیست وژل کیدل، هغه که په هر نوم وي، یاد کمیسیون یې غندي او دا د هیواد له نافذه قوانیو سره په ټکر کې یوه جنايي کړنه ګڼي.
په اعلامیه کې له امنیتي ارګانونو غوښتنه شوې، چې د ژورنالیستانو د ژوند خوندیتابه په موخه دې، کوټلي ګامونه پورته او دوی ته دې د کار لپاره مصئونه ساحه رامنځته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA