ads

د ازبكستان د برېښنا په پرې كېدو، كابل د شپې ۵۵ زره ليټره تېل سوځوي

برېښنا د تیارو روښانوونکې، خو په دې ورستیو څو شپو او ورځو کې د کابل ښار یې د نشت له کبله په تیارو کې پټ پرې ايښى دى.د شنبې په ورځ مې چې کله د کابل ښار له یو شمېر اوسېدونکو سره پر دې ستونزې خبرې کولې ډېر نا خوښه ښکارېدل، هټۍ والو د خپلې […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1394
د ازبكستان د برېښنا په پرې كېدو، كابل د شپې ۵۵ زره ليټره تېل سوځوي

برېښنا د تیارو روښانوونکې، خو په دې ورستیو څو شپو او ورځو کې د کابل ښار یې د نشت له کبله په تیارو کې پټ پرې ايښى دى.
د شنبې په ورځ مې چې کله د کابل ښار له یو شمېر اوسېدونکو سره پر دې ستونزې خبرې کولې ډېر نا خوښه ښکارېدل، هټۍ والو د خپلې سوداګرۍ په پیکه توب کې د برېښنا د نشت او پارچاوۍ، د کورنیو غړو د کورونو د تېارې، ښځینو د کالو مینځلو د ماشینونو د څرخ پر درېدو، او محصلینو له برېښنايي وسیلو څخه په استفادې پر زده کړې او مطالعې د اغیزو خبرې وکړې. برېښنا د تیارو روښانوونکې، خو په دې ورستیو څو شپو او ورځو کې د کابل ښار یې د نشت له کبله په تیارو کې پټ پرې ايښى دى.
د شنبې په ورځ مې چې کله د کابل ښار له یو شمېر اوسېدونکو سره پر دې ستونزې خبرې کولې ډېر نا خوښه ښکارېدل، هټۍ والو د خپلې سوداګرۍ په پیکه توب کې د برېښنا د نشت او پارچاوۍ، د کورنیو غړو د کورونو د تېارې، ښځینو د کالو مینځلو د ماشینونو د څرخ پر درېدو، او محصلینو له برېښنايي وسیلو څخه په استفادې پر زده کړې او مطالعې د اغیزو خبرې وکړې.
دوى ټولو د برېښنا له نشتون شكايت درلود، دوكانداران وايي، كه برېښنا نه وي، د دوى سودا نه وي، محصلينو ويل چې برق ولاړ شي، درس نه شي ويلاى او حتى موبايلونه يې چارچ نه لري.
د افغانستان د بریښنا شرکت ته ورغلم، هلته مې د شرکت مطبوعاتو برخې مشر او ویاند وحیدالله توحیدي سره مرکه وکړه، هغه وویل د بغلان ډنډغوري ولسوالۍ په ډنډ شهاب الدین سیمه کې څو ورځې وړاندې د ناپیژاندو وسله والو له خوا د بریښنا تر درې ستنو یا پایو لاندې چاودېدونکو توکو ته چاونه ورکړل شوې، چې له ډلې یې یوه پایه سخته زیانمه او غورځېدلې ده.
د توحیدي په وینا که چېرته د سیمې امنیت ټینګ شي نو په اتو ساعتونو کې به یاده پایه بېرته جوړه او د برېښنا مزي به یې وتړل شي، چې ورسره به له بهره کابل ته وارداتي برېښنا جریان هم ښه شي، خو په وينا يې تر هغې چې د برېښنا یاده پایه یا ستنه رغیږي، کابل ته بریښنا له کومه رسیږي.
توحیدي یې په اړه كليد ته وویل: (( د كابل ښاريانو ته اوس د برېښنا د لېږد پروسه داسې ده چې تاجكستان نه مو اتيا ميګا واټه برېښنا واخيسته، د شپې لخوا ۸۵ ميګا واټه برېښنا حرارتي توليدوو، شپه كې ۵۰ يا ۵۵ زره ليټره تېل مصرفېږي، د ماهيپر نه ۵۰ ميګا واټه برېښنا د بارانونو د زياتوالي له كبله كابل ته را انتقالوو، كه وخت راكول شي امنيت ټينګ شي اته ساعته كې د برېښنا لويدلې پايه جوړولى شو.))
خو کله مې چې د بغلان والي ویاند محمد حقمل سره خبرې وکړې، هغې وویل تر اوسه پورې امیتي ځواکونو په ډنډ شهاب الدین سیمه کې نظامي عملیات نه دي پیل کړي.
حقمل دا راز زیاتوي چې دوی به د وسله والو له شتون څخه د دې سیمې د تصفیې او د هوا ښه کېدو په صورت کې د برېښنا تخنیکي کارکوونکو ته د ړنګې شوې برېښنا پایې د رغولو اجازه ورکړي: (( دا اوس د بغلان د برېښنا شركت او كابل يو شمېر متخصصين راغلي دي، موږ وضعيت ته په كتو اقدام كوو، هر كله چې د هوا وضعيت ښه شي او د مركز سوق نظامي مسوولين د عملياتو په هكله ملكيانو ته هدايت وركړي، كار به شروع شي، د پايو د تخريب ځاى كې عمليات نشته، په بله سيمه كې عمليات روان دي، دوى خپله برنامه لري، چې كومو حالاتو كې دلته عمليات وكړي؟))
بل لورته د چارو کارپوهان وايي، سره له دې چې د څه باندې یوې لسیزې په موده کې د نړیوالو مرستندویانو پراخو مالي مرستو پر مټ چارواکي ونه توانېدل د افغانستان بنسټیزو چارو ته پاملرنه وکړي، نو د هغوی په خبره دا ډول ستونزې به وخت نا وخت د خلکو د ژوندانه چارې له ستونزو سره مخ کړي.
یاد کارپوهان یې یوه بیلګه همدا د وارداتي برېښنا ستونزه یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA