د خوست د ښځو چارو ریاست چارواکې وايي، په دغه ولایت کې تر پخوا د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته لاس رسی زیات شوی او په ډېر شمېر کې مېرمنې د خپلو ستونزو د هواري لپاره ورته مراجعه کوي.
د خوست د ښځو چارو رئیسې ملالۍ ولي له کلید سره خبرو کې وویل، د تېرې لیندۍ میاشتې په جریان کې د تاوتریخوالي ۹ قضیي له دوی سره ثبت شوې دي.
ډاکټرې ملالۍ ولي زیاته کړه، د نجونو بدل، وهل ټکول، د زده کړو پر وړاندې خنډونه او یو شمېر نور کلتوري محدودیتونه هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په توګه یادیږي. د خوست د ښځو چارو ریاست چارواکې وايي، په دغه ولایت کې تر پخوا د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته لاس رسی زیات شوی او په ډېر شمېر کې مېرمنې د خپلو ستونزو د هواري لپاره ورته مراجعه کوي.
د خوست د ښځو چارو رئیسې ملالۍ ولي له کلید سره خبرو کې وویل، د تېرې لیندۍ میاشتې په جریان کې د تاوتریخوالي ۹ قضیي له دوی سره ثبت شوې دي.
ډاکټرې ملالۍ ولي زیاته کړه، د نجونو بدل، وهل ټکول، د زده کړو پر وړاندې خنډونه او یو شمېر نور کلتوري محدودیتونه هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په توګه یادیږي.
نوموړې زياته كړه، که څه هم د ارقامو له مخې د ښځینه تاوتریخوالي زیاتیدل څرګندیږي خو وايي د عامه پوهاوی ډېریدل هم ددې سبب شوى چې د ښځینه قضیو مراجعه زیاته شي.
دې زیاته کړه، اوس مهال د ولسوالیو او مرکز ډېر شمېر ښځې خپلې ستونزې له ښځو چارو ریاست، عدلي او قضايي ارګانونو سره شریکوي.
نوموړې وویل، په کمه اندازه په دغه ولایت د طلاق اخیستو قضيي هم ورځي خو ډېر کله یې د تفاهم له لارې ستونزې حل کړي او کورنۍ سره نیږدې کړي دي.
بلخوا په خوست کې د بشرحقونو په برخه کې بوختې ادارې وايي، په عام ډول په دغه ولایت کې د بشر حقونو نقض روان دی او تر پخوا زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې د زده کړو له حق څخه محرومیت، ښځینه تاوتریخوالی، د زندانیانو حقونو ته په لازم ډول نه لاس رسی د بشر حقونو څخه د سرغړونې عمده بېلګې دي.
خو په عین حال کې د خوست د ښځو چارو ریاست مسؤلینې وايي، په بدو کې د نجونو د ورکړې قضیي صفر شوي چې لامل یې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې قومي سخت تړونونه دي.


