افغان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ملي اردو ځواكونو په عملياتو كې ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.
د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راستولې خبرپاڼه كاږي چې دا عمليات د غزني په خوګياڼو، د پكتيكا په وازه خوا او د هلمند د ناوې ولسوالۍ په اړوندو سيمو كې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، په دې عملياتو كې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلي او لسګونه كړۍ ماينونه له كشف وروسته خنثى كړاى شوي دي. افغان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ملي اردو ځواكونو په عملياتو كې ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.
د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راستولې خبرپاڼه كاږي چې دا عمليات د غزني په خوګياڼو، د پكتيكا په وازه خوا او د هلمند د ناوې ولسوالۍ په اړوندو سيمو كې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، په دې عملياتو كې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلي او لسګونه كړۍ ماينونه له كشف وروسته خنثى كړاى شوي دي.
په عملياتو كې د دوه ملي اردو سرتېرو د وژل كېدو خبره هم شوې خو دفاع وزارت زياتوي چې د سږ كال په څېر به راتلونكى كال هم وسله وال ونه توانېږي چې يوه ذره پرمختګ وكړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


